پوسټ کوډ ۳۰۷۶۰
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۹ غویی ۱۳۸۸ ۱۵:۱۹

کابل کې د برېښنا نوی سب سټېشن پرانيستل شو

افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د کابل حيرتانو د برېښنا يو مزى چې له ازبکستان نه افغانستان ته برېښنا لېږدوي او د چمتلې په نامه يو سب ستېشن پرانيسته .
چارواکي وايي، نوموړى مزى د ٢٢٠ کيلو ولټه برېښنا د لېږدولو ظرفيت لري او د کابل په گډون څلور نور ولايتونه به هم گټه ترې واخلي .
دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د افغانستان ډېره برخه برېښنا نه لري او په دې اړه خلک ډېر شکايتونه کوي .
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت ژمنه وکړه، ډېر ژر به د منځنۍ آسيا له يو شمېر هيوادونو نه افغانستان ته نوره برېښنا هم وارده کړي .

د نوي پرانيستل شوي مزي له لارې به افغانستان ته ١٥٠ ميگاواټه برېښنا وارده شي .
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، پر دغه ٤٦٢ کيلومټره اوږده مزي يو ميليارد ډالره لگښت راغلى او له لارې به يې هغه برېښنا هم افغانستان ته راځي چې په راتلونکي کې يې دغه هيواد د منځنۍ آسيا له يو شمېر هيوادونو پېري .
د پروژې د پرانيستلو پرمهال د افغانستان د اوبو او برېښنا وزير محمد اسمعيل وويل، له شماله کابل ته له لېږدېدونکې برېښنا به د پلازمېنې په گډون مزار، سمنگان، پلخمري او نوى بغلان ښارونه هم د برېښنا له نعمته برخمن کړي .
د نوموړي مزي ترڅنگ ولسمشر کرزي د چمتلې په نامه د برېښنا يو سب سټېشن هم پرانيست، چې کابل ته د راغلې برېښنا د وېش او سمبالښت چارې سرته رسوي او د هند په مرسته نژدې ١٠٠ ميليونه ډالر پې لگېدلي دي .

٧٠٠ ميګاواټه واټه وارداتي برېښنا
دا مهال افغانستان د نورو ترڅنگ د برېښنا په برخه کې هم له سختو ستونزو سره مخامخ دى، خو چارواکي وايي، د دغو ستونزو اواري ته يې مټې رانغښتې دي .
د اوبو او برېښنا وزير محمد اسمعيل وويل، د وارداتي برېښنا ترڅنگ يې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ١٣١ کوچنيو او ١٣ لويو بندونو سروې هم کړې چې د ځينو کار به يې ژر او د ځينو هم لږ په ځنډ پيل شي .
دا مهال افغانستان ټوله ٧٠٠ ميگاواټه وارداتي او کورنۍ برېښنا لري، چې ددغه هيواد نيمايي برخې ته هم نه رسېږي.
چارواکي وايي چې د دغې برېښنا کچه به د کال تر پايه ١٠٠٠ مېگاواټه شي او ترڅنگ به يې د برېښنا پر کورنيو توليداتو هم ډېر کار وشي .
برېښنا چې د نوي ژوند يو مهم اصل دى، ددې ترڅنگ چې په کورونو او دفترونو کې د کار پرمخ بېولو په اړه کار ترې اخيستل کېږي، په صنعتي برخه کې هم د يوه هېواد د فابريکو د فعاليت اصلي لامل گرځي .
شنونکي په دې اند دي، که افغانستان برېښنا ولري او ورنه د بېلابېلو کارخانو او فابريکو په جوړولو کې کارواخيستل شي، په دغه هېواد کې شته پراخه بېکاري به هم له منځه ولاړه شي او پر بهرنيو وارداتو تړلى حالت به يې هم بدلون ومومي .
د دې ترڅنگ ډېرى افغان شنونکى او خلک په دې ټينگار کوي چې په هېواد کې يې له شته سيندونو او اوبو نه د برېښنا د توليد په برخه کې کار واخيستل شي، هغه څه چې چارواکي يې په نژدې راتلونکي کې تر سره کېدل څه ناڅه ستونزمن بولي .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement