پوسټ کوډ 30610
نیټه خپرول: چهارشنبه 2 غویی 138812:00

افغانستان کې سيلابونو تر١٠٠ ډېر کسان وژلي

افغانستان په يو شمېر شمالي او لوېديځو ولايتونو کې د ډېرو ورښتونو د ورېدو له امله راوتلوسيلابونو په تېرو څو ورځو کې له سلو ډېر خلک وژلي او له زرو ډېر کورونه يې وران کړي دي .
د افغانستان له پېښو سره د مبارزې اداره وايي چې د تېرو څو ورځو سېلابونو له سلو ډېر خلک وژلي او له زرو ډېر کورونه يې وران کړي دي .
دغه سېلابونه د افغانستان په يو شمېر شمالي او لوېديځو ولايتونو کې د ډېرو ورښتونو د ورېدو له امله راوتلي او ځينې ځايونه اوس هم دوام لري .
په شمالي ولايت سمنگانو کې د يو شمېر ولسواليو خلک وايي چې په سختو ستونزو اخته دي او هېڅ مرسته نه ده ورسره شوې .
له نورو ولايتونو هم د ورته شکايتونو رپوټونه ورکړل شوي دي .
په افغانستان کې د له تر ټولو وروستيو سېلابونو رپوټونه له سمنگانو ولايت نه ورکړل شوي دي .
د دغه ولايت د چارواکو په وينا بېلابېلې ولسوالۍ سېلاب ځپلي او په مرکز کې يې هم يو شمېر کورونه وران کړي دي .
د سمنگانو والي قاضي عنايت الله له بي بي سي سره په خبرو کې وويل سلگونه کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړي او له سختو ستونزو سره مخامخ دي :
" د دغې ورانۍ شمېره ډېره لوړه ده چې ټوله نه شم درته ويلى . موږ خپل رپوټونه خيريه ټولنو، مزار شريف، يونامااو ډبليو اېف پي ته استولي دي . موږ دې ته منتظر يو چې خيمې، کمپلې او يا خوراکي توکي راورسېږي، خو تر دې مهاله هېچا را سره مرسته نه ده کړې . زموږ چې خپله کوم څه له لاسه کېدل هغه مو وکړل، خو اوس هېڅ هم نه لرو. زرگونه خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي او که مرسته ونه شي انساني ناورين به رامنځ ته شي ."
له سمنگانو نه وروستي رپوټونه وايي دغلته سېلابونو يوه مېرمن او سلگونه څاروي وژلي او يوزيات شمېر کورونه يې هم وران کړي دي .

بېړنی حالت
د دې ترڅنگ چارواکي وايي چې د ولايت د مرکز او ځينو ولسواليو ترمنځ سړکونه هم تړل شوي او د کابل مزار شريف لويه لار هم د څه وخت تړل شوې وه .
له پېښو سره د مبارزې ادارې په يو شمېر ولايتونو کې د ډېرو سېلابونو د راوتو له امله بېړنى حالت اعلان کړى .
د دغې ادارې مشر عبدالمتين ادراک وايي تر دې مهاله په ټول افغانستان کې سېلابونو له سلو ډېر کسان وژلي او سخت مالي زيانونه يې اړولي دي :
(( د ښځو او ماشومانو په ګډون تر سلو ډېر کسان سيلابونو وژلي او شاوخوا 1500 کورونه يې ويجاړ کړي دي . ))
تخار، بدخشان، بغلان، پنجشېر، پروان، فارياب، باميان، غزني، هرات او بادغيس هم له هغو ولايتونو نه حسابېږي چې سخت سېلابونه په کې راغلي او زيانونه يې اړولي دي .
حکومت وايي زيانمنو شويو ته يې د مرستو رسول پيل کړي او په دې برخه کې يې پر نړيوالو هم د مرستې غږ کړى دى .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement