پوسټ کوډ ۳۰۵۴۶
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۶ غویی ۱۳۸۸ ۱۴:۲۳

پر پاکستان دې دباو راوړل شي

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک ويلي چې امريکا بايد پر پاکستان تر وروستي حده فشار راوړي چې د وسله والو طالبانو ضد د امريکا په هلو ځلو کې ورګډ شي .
د امريکا د کانګرېس يوې غونډې ته ښاغلي هولبروک د وينا پرمهال وويل چې د يوه معتدل او ديموکراتيک هېواد په توګه د پاکستان پايښت د امريکا دملي امنيت لپاره مهمه ده .
نوموړي وويل چې موږ د امريکا له همکارۍ او ښکېلتيا پرته په افغانستان کې نه شو بريالي کېدای .
ښاغلي هولبروک زياته کړه چې د افغانستان لپاره به د امريکا 17 زره نور پوځيان د القاعده او طالبانو پرضد برلاسی رامنځ ته کړي .
د بارک اوباما دغه ځانګړي استازي وويل چې پاکستان له اورپکو سره په سختو ستونزو ګې ګېر راغلی دی او د امريکا مرستو ته ډېره اړتيا لري .
ښاغلي هولبروک ټينګار وکړ، چې د پاکستان لپاره د امريکا مرستې بايد نتيجه ورکړي، ځکه چې طالبان او القاعده امريکا ته مستقيم ګواښ پېښوي :
(( هغو خلکو، چې په دغه سيمه کې دي، او موږ ورسره جنګېږي، مخامخ خطر رامنځ ته کوي . د سپتمبر د يوولسې بريدونه يې کړي، پر ممبۍ يې تېر کال بريدونه وکړل . بېنظير بوټو يې ووژله او دوی په ښکاره وويل چې دوی به دا ډول نور کارونه ترسره کوي . نو دا بې له شکه القاعده او ملګري يې طالبان دي . ))

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement