پوسټ کوډ ۳۰۳۶۹
نیټه خپرول: سه شنبه ۱ غویی ۱۳۸۸ ۱۲:۰۰

امريکا له پاکستان سره د اورپکو ضد مرسته کوي

د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګېټس ويلي امريکا چمتو ده، چې د اورپکو او القاعده ځپلو لپاره له پاکستان سره همکاري وکړي .
ښاغلي ګېټس دغه څرګندونې د امريکا له سي ان ان تلوېزيوني شبکې سره کړې دي .
ګېتس ويلي چې : (( د پاکستان په شمال لوېديځو قبايلي سيمو کې د اورپکو د فعاليتونو ډېرېدل په دغه هېواد کې د ديموکرات حکومت نړولو ته لوی ګواښ دی . ))
د امريکا د دفاع وزير د دغه پرمخ تلونکي ګواښ پرضد له پاکستان سره د پوځي روزنې او توکو د مرستې ژمنه هم کړې ده .
همدارنګه ګېټس ويلي دی پوهېږي چې : (( په پاکستان کې د امريکا شتون هېڅ پاکستانی وګړی نه خوښوي او په سم نظر نه ورته ګوري . خو موږ له پاکستانيانو سره ژمنه کوو، چې له خپل وس سره سم به له دوی سره مرستې وکړو . ))
د ويلو ده چې امريکا او پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د غورځنګ تر پرځېدو وروسته د القاعده او اورپکو پرضد مبارزه کې ميلياردونه ډالر لګولي دي .
بل خوا د پاکستان پوځ وايي چې د مومندو، باجوړ او په شمال لوېديځو په قبايلي سيمو کې يې د طالبانو پر پښو ولاړې واکمنۍ له منځه وړې دي .
خو دغه وسله وال خوځښتونه لاهم له افغان پولې سره نژدې پر يو شمېر قبايلي سيمو واکمن دي، چې د امريکايانو په اند د القاعده مشر اسامه بن لادن په همدې قبايلي غرنيو سيمو کې پټ دی .
پاکستاني چارواکو ويلي چې لاهم په سوات کې له ځايي طالبانو سره پر خپله پرېکړه ولاړ دي .
خو په دې وروستيو کې د اوربند او په سوات کې د اسلامي شريعت د پلې کولو دغه پرېکړه هله ماته شوه، چې طالبانو له سواته خپل فعاليتونه بونيراو دير ته وغځول .
د بخښنې نړيوال سازمان په پاکستان کې پر دواړ ښکېلو غاړو تور لګوي، چې د جګړې پرمهال د ولسي خلکو ژوند ته پام نه کوي .
همدارنګه د سره صليب نړيوالې ټولنې هم د ولسي خلکو پر وژل کېدو اندېښنه ښوولې ده .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement