پوسټ کوډ ۳۰۳۶۸
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۳ غویی ۱۳۸۸ ۱۵:۲۵

په ترافيکي پېښه کې ۵ تنه مړه شول

کابل – پکتيا پر لويه لاره د تېرې غاښي ته نژدې په يوه ترافيکي پېښه کې پنځه تنه مړه او دوه نور ټپيان شول .
پکتيا د عامې روغتيا ريس ډاکټر محمد نادر نوري بي بي سي ته وويل په دغه ترافيکي پېښه کې پنځه تنه مړه او درې نور ټپيان دي .
خو د پکتيا امنيه قوماندان جنرال عزيزاحمد وردګ بيا د پېښې په تاييدولو سره د ټپيانو شمېر دوه تنه ښودلی دی .
پېښه د تېرې غاښي ته نژدې د ټنډانو په سيمه کې د يوه سراچه ډوله ګاډي او ټانکر ترمنځ شوې ده .
د پېښې لامل د چلوونکی نه پاملرنه په ګوته شوې ده .
په ټپيانو کې يوه ښځه ده، چې د ژورو ټپونو له امله کابل ته استول شوې ده .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement