پوسټ کوډ ۳۰۳۶۱
نیټه خپرول:
سه شنبه ۱ غویی ۱۳۸۸
۱۲:۰۰
- 0 څرګندونه
- چاپ
کونړ کې پنځه بهرني پوځيان وژل شوي

د امريکا چارواکي وايي اورپکو د افغانستان په ختيځ کې پنځه لوېديځ پوځيان وژلي دي .
افغان ځواکونو او د هغوی نړيوالو ملګرو د اورپکو د تعقيب لپاره، چې پر يوې ليرې پوستې يې د سپکو او درنو وسلو بريد کړی و ، د هوايي ملاتړ غوښتنه وکړه .
جګړه د ختيځ ولايت کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر يوې ګډې پوستې، چې د غره په څنګ کې ده، شوې ده .
تاييد شوي رپوټونه په دې نښته کې د دوو لاتويايي او درې امريکايي او درې افغان پوځيانو د وژل کېدو او همدارنګه د دوو ليتوانيايي عسکرو د ټپي کېدو پخلی شوی دی .
د لاتويا د دفاع وزارت ويلي چې عسکر يې کونړ ته د افغان ځواکونو د روزنې لپاره ورغلي وو .
لاتويا چې مخکې د شوروي اتحاد يوه برخه وه، د ناټو په چوکاټ کې يې افغانستان ته څه باندې 150 پوځيان استولي دي .
خو د طالبانو په ادعا يې هلته 12 بهرني او افغان پوځيان وژلي دي .
همدارنګه دوی وايي چې د دوو بهرني پوځيانو په ګډون يې تر لسو ډېر افغان پوځيان له يوه ژباړونکي سره نيولي دي .
خو افغان او نړيوالو ځواکونو په خپل لومړني غبرګون کې دغه ادعا تش تبليغات بللي دي .
که څه هم د بهرنيو پوځيانو د ژوندي نيول کېدو خبر نه دی تاييد شوی، خو که دا ومنل شي، نو دا به لومړی ځل وي چې بهرني عسکر په افغانستان کې ژوندي نيول کېږي .
بل خوا د نښتې سيمې ته څېرمه ځايي اوسېدونکو ويلي چې د نښتې په ځای کې يې د طالبانو مړي ليدلي او دا يې هم ويلي چې طالبانو يو شمېر افغان پوځيان له ځانه سره بېولي دي .
غازي اباد ډيورنډ کرښې ته څېرمه يوه غرنۍ ولسوالۍ وه، چې وړاندې د نورستان ولايت مربوط او په دې وروستيو کې د کونړ ولايت اړوند ولسوالۍ وګرځول شوه .