پوسټ کوډ 30355
نیټه خپرول: شنبه 12 غویی 138815:44

بونير کې 60 اورپکي وژل شوي

د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې په بونير کې يې په دې وروستيو عملياتو کې 60 اورپکي وژلي دي .
همدارنګه پاکستان ادعا کړې، چې افغان پولې ته څېرمه په مومندو ايجنسۍ کې يې په يوه نښته کې 13 اورپکي وژلي دي .
د پوځ په وينا په دغه نښته کې دوه پاکستاني پوځيان هم وژل شوي .
د پاکستان د پوځ يوه وياند جنرال اطهرعباس، چې راولپنډۍ کې يې خبريالانو ته وينا کوله، ويلي چې بونير او دير کې يې د عملياتو په ترڅ کې 60 اورپکي وژلي، او د دوی 9 ګاډي او درې موټر سايکلونه يې له منځه وړي دي .
ښاغلي عباس ويلي اورپکو د پوځ پر يوې پوستې بريد وکړ، چې له هغه وروسته نښته پيل شوه .
ده دا ادعا هم کړې، چې د بونير په باګرا کې يې د اورپکو يو مرکز او يو شمېر چاودونکي مواد يې له منځه وړي دي .
د پاکستان د پوځ وياند زياتوي چې شاوخوا 120 په وسلو سنبالو اورپکو د پوځ پر يوه مرکز بريد وکړ، 40 پوځيان يې نيولي، خو له بې وسلې کولو وروسته يې بېرته خوشي کړي دي .
جنرال اطهر عباس دا هم ويلي چې د سوات په کليو کې وسله وال ګزمې کوي، او لاهم پر پوځ بريدونه کوي .
د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي وو چې پاکستان ته له ګاونډي هېواد هند څخه دومره ګواښ نه شته، هومره چې د دغه هېواد د پوځ د ننه دی .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement