پوسټ کوډ 30269
نیټه خپرول: دوشنبه 7 غویی 138810:16

هلمند کې پاکستاني اورپکي نيول شوي

افغان چارواکي وايي د هغو عملياتو په ترڅ کې يې په لسگونو مشکوک کسان نيولي دي چې له دوو اوونيو راهيسې يې د کندز ولايت په بېلابېلو سيمو کې پيل کړي دي .
چارواکو په وينا کوم کسان چې بې گناه وو وار له مخه تر څېړنو وروسته پرېښودل شوي دي .
بله خوا په ناارامه هلمند ولايت کې د ملي امنيت چارواکي د ٧ تنو اورپکو د نيولو خبره کوي چې وايي شپږ تنه يې پاکستانيان دي .
له کندهاره رارسيدلي راپورونه بيا وايي چې د هغه ولايت د ملي بس امر په يوه وسلوال بريد کې وژل شوى دى .
په کندز کې د باران په نامه عمليات له دوو اونيو راهيسې پيل شوي دي چې ملي اردو ، ملي پوليس،ملي امنيت او ايساف ځواکونه په کې برخه لري،د عملياتو لومړى پړاو د سيمې پيژندگلوۍ ته ځانگړى شوى و،خو په دويم پړاو کې يې پر مخالفانو يرغل وکړ .
د کندز والي انجينر محمد عمر نن يوې خبري غونډې ته وويل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې يې ٤٠ تنه مشکوک مخالفان نيولي وو چې لس تنه يې د لومړيو پلټنو په ترڅ کې سپين وختل او بيرته پريښودل شول .
خو په دغه ډله کې ١٣ تنه داسې راوختل چې ملي امنيت يې له پخوا څخه په لټه کې وو او له پاتې ١٧ کسانو نه پلټنې روانې دي، عمليات د کندز په مرکز، گل تپې، چاردرې او پل الچي سيمو کې تر سره شوي دي چارواکي وايي عمليات يې ځکه بريالي وو چې د ملي اردو سرتيري د پراشوتونو په مرسته د مخالفانو پر مرکزونو راښته شوي دي .
بله غاړه په نا ارامه ولايت هلمند کې د ملي امنيت چارواکي وايي چې په گرمسير ولسوالۍ کې يې ٧ تنه مخالفان نيولي چې د چارواکو په وينا شپږ تنه يې د گاونډي پاکستان وسيدونکي دي .
ملي امنيت وايي چې د نيول شويو کسانو د منښتو له مخه دغه کسان په پاکستان کې د ملا ابوبکر له خو روزل شوي وو چې هلمند ته تر رارسيدو وروسته يې د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو په وړاندې گڼ عمليات کړي دي، څرگنده نه ده چې له تورنو کسانو څخه به په څه راز حالاتو کې اعتراف اخستل شوى وي .

خوست کې دوه ګاډي سيځل شوي
بله خوا په خوست ولايت کې وسلوالو طالبانو دوه تنه هغه کسان تښتولي دي چې بهرنيو ځواکونو ته يې توکي ليږدول،د تښتول شويو کسانو گاډي هم سيځل شوي دي .
له کندهاره رارسېدلي راپورونه بيا وايي چې د هغه ولايت د ملي بس څانگې مشر عبدالظاهر هغه مهال د دووتنو ناڅرگندو موټر سايکل سپرو وسلوالو له خوا په گوليو وويشتل شو او ساه يې ورکړه چې له کوره د کار په لور روان و.حکومتي چارواکويي پړه پر وسلوالو طالبانو غورزولې ده .
په افغانستان کې ميشتو ايتلافي ځواکونو بيا په يوه خبر پاڼه کې ويلي دي چې نن سهار يې د دغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د الوتکو ضد يوه داسې درنه وسله په هوايي بريد کې له منځه وړې ده چې پر يو گاډي بار وه .
ايتلافي ځواکونو تېره اوونۍ هم د ورته ډول وسلې د ويجاړولو خبر ورکړى و .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement