پوسټ کوډ 30130
نیټه خپرول: يکشنبه 30 وری 138810:50

د اداري فساد پرضد ځانګړې څارنوالي

په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره يوه ځانگړې څارنوالي جوړه شوه .
په دغې څارنوالۍ کې به د هغو حکومتي چارواکو قضيې څېړل کېږي چې په اداري فساد کې ښکېل وبلل شي .
د دې ترڅنگ به دغه څارنوالي د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د ادارې په مرسته، د افغان حکومت او يو شمېر بهرنيو موسسو ترمنځ دشويو تړونونو څارنه هم کوي .
دغې ځانگړې ادارې د افغانستان د لويې څارنوالۍ په چوکاټ کې تېره ورځ (شنبه، د وري 29 مه، د اپرېل 18 مه) په کار پيل وکړ .
په افغان حکومتي ادارو کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د ځانگړې څارنوالۍ جوړول، د دغې ستونزې د له منځه وړلو يوه نوې هڅه بلل کېږي چې د افغانستان د لويي څارنوالۍ په چوکاټ کې فعاليت کوي .
د افغانستان د لويي څارنوالۍ مرستيال فضل احمد فقيريار وايي چې دغې څارنوالۍ بله دنده به د هغوتړونونو څار او ارزونه وي، چې په وينا يې د افغان حکومت او يوشمېر بهرنيو موسسو ترمنځ لاسليک کېږي .
د ښاغلي فقيريار په وينا به ډېر ژر د دغې څارنوالۍ څانگې د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم پرانيستل شي .
د ادارې فساد ضد د نوې تگلارې د تطبيق او څار د څانگې مشر ياسين عثماني هيله ښيي چې د دغې څارنوالۍ له لارې به تر ډېره د اداري فساد مخه ونيول شي .
د امنيت او نشه يې توکو د کرکيلي او قاچاقو د ستونزو ترڅنگ ادارې فساد د افغان حکومت په وړاندې له سترو ننگونو څخه شمېرل کېږي .
دا هغه ستونزه ده چې له امله يې په وار وار پر افغان حکومت د نړيوالو له لورې نيوکې کېږي .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement