پوسټ کوډ 30121
نیټه خپرول: يکشنبه 30 وری 138808:36

دننگرهارد تېرې شپې زلزلې د مړو او ټپيانو شمېر اتياتنو ته ورسېد

د ننگرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د شنبې په ورځ افغان غږ آژانس (آوا) ته وويل: نن ورځ د دوو تنو نورو وژل شويو جسدونه له کنډوالو راوېستل شوي او همدارنگه په يو بل کلي کې چې تردې دمه يې سروې نه وه شوې، د تېرې شپې زلزلې اوويشت تنه ټپيان کړي دي.
دوو نسبتاً قوي زلزلو چې د رېختېر په کچه پينځه نيمې درجې اټکل شوې د جلال اباد ښار په سهيل لويديز شپېته کليومترۍ د سپين غره په لمنه کې د شېرزادو ولسوالۍ د کودي خېلو کلي کې ٢١ تنه مړه او ٥٩ تنه نور ټپيان کړل.
دغه راز يادې شوې زلزلې له څلورو سوو زيات څاروي وژلي او د شپږو سوو په شاوخوا کې کورونه يې يا نړولي او يا يې زيانمن کړي دي.
زلزله ځپلي د دولت او نړيوالو مرستندويه ټولنو نه د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي. د سيمې يو اوسېدونکي يارمحمد د تلېفون په ليکه افغان غږ آژانس(آوا) ته وويل: زلزله ځپلي دم گړۍ د شنه اسمان لاندې شپې ورځې تېروي او تردې دمه يوازې له څو کورنيو سره د خېمو او کمبلو مرسته شوې ده چې په هېڅ صورت سره بسنه نه کوي.
نوموړي له دولت او نړيوالو مرستندويانو وغوښتل چې د زياتو مرستو په رسولو سره د زيانمنو شويو کورنيو لاسنيوى وکړي.
د ننگرهار د سرې مياشتې رئيس محمداقبال سعيد وايي: چې تردې دمه يې سيمې ته دوه سوه خېمې، اته سوه کمبلې او نور د اړتيا وړ توکي لېږدولي.
ښاغلى سعيد هم مني چې ياده مرسته د اوښتي زيان په وړاندې د پرتلې وړ نه ده او نورو زياتو مرستو ته اړتيا ليدل کېږي.
يو شمېر کارپوهان وايي که پر وخت د خوړو او دارو درملو مرسته ونشي، نو سړه هوا او ولږه به د زلزله ځپلو په منځ کې د ناروغيو د خورېدو لامل شي چې په دې توگه به يو بل بشري ناورين رامنځته شي.
د يادونې وړ ده، چې د ننگرهار په تاريخ کې دا لومړى ځل دى چې د زلزلې له امله په دومره شمېر کې ځاني او مالي زيان رامنځته کېږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement