پوسټ کوډ ۳۰۰۷۸
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۷ وری ۱۳۸۸ ۱۱:۰۶

نن په هند کې عمومي ټولټاکنې کېږي

کانګرس ګوند په مشرۍ چې په واک کې د پاتې کېدو زيار باسي، د (بي جې پي) په مشرۍ د لوی مخالف ايتلاف له خوا له ننګونې سره مخامخ دی.
کانګرس په يوه درېيمه جبهه کې په يوه بله رايه ورکونه کې چې ژر به ترسره شي، له کمونستانو او سيمه ييزو ګوندونو سره سيالي کوي.
هندوان د نړۍ په يو ډېر زاړه او روحاني ښار کې د ګنګا سيند پر غاړو د ماښامني عبادت لپاره راغونډېږي.
د دوی ګڼ شمېر به د ټولټاکنو د اوږده بهير په لومړي پړاو کې رايه ورکوي، دغه ټولټاکنې د لوجستيکي او امنيتې لاملونو له مخې په پړاوونو وېشل شوې دي.
امنيتي ځواکونه او د رايې ورکونې چارواکي لا له وړاندې د رايې ورکونې په مرکزونو کې چې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې ټاکل شوي، پر دندو ګومارل شوي دي.
په ټاکنو کې د واکمن کانګرس او لوی مخالف (بې جي پي) ندونوگوترمنځ نژدې سيالي کېږي، خو دواړه ګوندونه د وړو او سيمه ييزو هغوله خوا له ننګونو سره مخامخ دي او ښايي تر ډېره د حکومت په جوړولو کې پر دوی تکيه وکړي.
دا يوه داسې خبره ده چې هندوان يې په جدي توګه اندېښمن کړي.
د واراناسای ښار د چای څښلو په يو زاړه رستورانت کې وګړي هر ماښام راغونډېږي او پر سياسي چارو بحث کوي.
((ځايي ګوندونه د ټولټاکنو له ګټلو وروسته خپل کانديدان پر ملي ګوند پلوري چې حکومت جوړوي)).
څه چې ته وايي داسې ده چې وېره لرىء، د دغو ټولټاکنو په پای کې به د اسانو د راکړې ورکړې ډېره سوداګري وي؟
((هو، داسې به وي، ځکه چې په ټول هېواد کې ډېره ګډوډي ده، دا چې څوک به ټولټاکنې وګټي او حالت روڼ نه راڅرګندېږي))
واراناسای ښار داوتار پرادېش په ايالت کې دی چې د هند پارلمان ته ترې ډېر غړي ورځي، نو دلته د پياوړتيا او ځواک ښوول کېدی شي پر پايلو ستره اغېزه ولري، نو ځکه ټول لوی ګوندونه درايو راجلبولو لپاره په ټول زور مبارزه کوي، اوس د هند د رايې ورکونکيو نوبت دی چې خپله غږ پورته کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement