پوسټ کوډ ۲۹۹۷۲
نیټه خپرول: يکشنبه ۲ وری ۱۳۸۸ ۱۲:۰۰

له افغانستان سره ۲۲ميليونه ډالره مرسته وکړه

ملگرو ملتونو له فساد سره د مبارزې په موخه له افغان حکومت سره د٢٢ ميليون ډالرو مرسته وکړه .
افغان چارواکي وايي د يوې نوې پروژې پر بنسټ به دغه پيسې د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ولگوي او تمه کو ي چې تر ډيره بريده پرې د فساد مخه ونيولى شي .
اوسمهال اداري فساد دافغان حکومت په وړاندې له سترو ننګونو څخه يوه ده .
دغې ستونزې افغان حکومت په کور دننه او بهر له پراخو نيوکو سره مخا مخ کړی دی . 
 
.
په دغه لړ کې نوې ٢٢ ميليونه ډالره مرسته د ملگرو ملتونود پرمختيايي ادارې يا يو ان ډي پي لخوا وشوه چې پر بنسټ به يې دافغانستان د فساد پر وړاندې دمبارزې د عالي ادارې لخوا د شفافيت او حساب ورکونې په نوم د يوې نوې پروژې له لارې ولگېږي .
ددغې ادارې مشر محمد ياسين عثماني وايي په لومړي پړاو کې به د ماليې ، پوهنې او کورنيو چارو وزارتونو کې دغه پروژه پلې شي .
نوموړی وايي د موضوع داهميت او ارتباط له مخې يې دغه وزارتونه غوره کړي .
دى زياتوي د ماليې وزارت يې ځکه غوره کړى چې له مالي مسايلو ، تړونونو، عايداتو او تدارکاتو سره اړيکې لري .
د کورنيو چارو په وزارت کې خلک له پوليسو د تذکرې او دټرافيکو له ادارو سره خلک ډېر سر اوکار لري ، دارنگه دپوهنې وزارت له وزارت سره هم دخلکو کار زيات دى نو دده په خبره ځکه يې دغه وزارتونه په لومړي پړاو کې په پام کې نيولي دي .
ښاغلى عثماني وايي دغه پروژه به په ٣ کلونو کې عملي شي او هڅه به وشي چې په حکومتي ادارو کې هغه برخې معلومې او فساد پکې له منځه يوسي چې پر اداري فساد د اخته کېدو امکان په کې ډېر دى .
دى وايي د اداري فساد د مبارزې د اغېزمنتيا لپاره په دولتي ادارو کې د شکايتونو د اورېدو د سيستم جوړيدو او ددغې پدېدې په وړاندې د عامه پوهاوي زياتېدوته اړتيا ده .
تراوسه افغان دولت د فساد د مخنيوي په موخه څو کمېسيونونه جوړ کړي خو د ډېرو شنونکو باور دادى چې تر اوسه حکومت نه دى توانيدلى دغه ستونزه مهار اودبهرنيو هېوادونو او خلکو باور وګټي.
حکومت باورلري چې د اداري فساد ستونزه کلونه وخت او ډېرو امکاناتو ته اړتيا لري خو په دغه برخه کې خپلو پيل کړو هڅو ته په هيله دى چې يوه ورځ به وکولى شي داداري فساد ريښې له منځه يوسي .
خو تر دې مهاله داسې کومه نښه نشته چې وښيي په افغانستان کې اداري فساد مخ په کمېدو دی بلکې لا ددغې ستونزې دپراخېدلو رپوټونه ورکول کېږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement