پوسټ کوډ ۲۹۹۰۵
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۷ وری ۱۳۸۸ ۱۳:۰۶

د امنيت شورا د کوريا په وړاندې په دريز غوره کولو کې ستونزه لري

د شمالي کوريا د يوه ليري واټن توغوندي له توغولو څخه وروسته اوس، د امن نړيواله جرگه د يوه شريک غبرگون او دريز نيولو په هکله لانجه سره لري.
د امريکې متحده ايالتونه، لويه برطانيه، فرانسه او جاپان کوشش کوي، داسې يوه پرېکړه وشي، چې پر شمالي کوريا باندې لگول شوي بنديزونه نور هم مضبوط کړی شي.جاپان هم هغه د توغوندي د توغولو په ورځ باندې د امن د نړيوالې جرگې بيړنۍ غونډه وغوښته. د جاپان د بهرنيو چارو ورير وويل، زيات ملکونه دا اندېښنه لري، چې د شمالي کوريا راکټونه د سمې د پاره خطرناک دي.جاپان، جنوبي کوريا او د امريکې متحده ايالتونه باور لري، چې شمالي کوريا د سپوږمکيو په پلمه سره د ليرې واټن راکټونه آزمايي.


ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement