پوسټ کوډ 29848
نیټه خپرول: جمعه 14 وری 138811:47

افغانستان د برمودا لوبډلې ته هم ماتې ورکړه

له برمودا سره لوبه کې لومړى بېټنگ افغانستان وکړ او تر ٢٤٠ منډې يې جوړې کړې. په منډو کې کريم صادق او نوروز منگل ښه وځلېدل.

د برمودا لوبډلې که څه هم د گټلو ډېرې هڅې وکړې، خو د منډو کچه يې له ١٨٠ اوچته نشوه.

له برمودا سره په سيالۍ کې د برمودا وروستۍ لوبغاړى کريم صادق اوټ کړ.

د لوبې ټول جريان لاندې کتلاى شئ. بايد ووايو چې افغانستان به د جمعې په ورځ دمه کوي او د شنبې په ورځ به له هالنډ پياوړې لوبډلې سره مخامخ کېږي.

که څه هم هالنډ لوبډله په نړيوالو لوبو کې ډېره لوبېدلې، خو افغان لوبغاړي هم دوو برياوو زړور کړي او ښايي لوبې په لوړه روحيه پيل کړي.

د پنجشبنې ورځې لوبه:

اوس برمودا بېټنگ کوي

د برمودا لسم لوبغاړى هم وسوځېده

برمودا

منډې: ١٧٨

اور: ٤٩

کريم صادق وروستى کس هم اوټ کړ.
نبي عيسى خېل بالېنگ کوي.

په سويلي افريقا کې زموږ همکار اېمل پسرلى وايي چې د لوبو په منځ وقفو کې د لوبو ميدان کې سندرې اورول کېږي، چې نن څو پښتو سندرې هم واورول شوې.

گل رحيم له جلال آباده ليکلي چې برمودا کله هم په نړيوالو لوبو کې لوبېدلې ده؟ (هو.)

اوس په شپاړسو بالونو ٦٢ منډې برمودا ته په کار دي چې د افغانستان لخوا ورته ټاکل شوى هدف پوره کړي.

د افغانستان لخوا اوس حميد حسن بالېنگ کوي.

د برمودا بل لوبغاړى د سمېع الله شينواري په بال وسوځېده. اوس برمودا په ٣٦ بالونو ٦٦ منډو ته اړتيا لري.

حميد حسن د برمودا جورج اوبراين اوټ کړ.

زبير احمد له کندهار پوښتلي چې افغان لوبډلې نورې لوبې هم په مخ کې لري؟
(هو! افغانستان بايد د ١٢ هيوادونو په منځ کې په څلورو غوره لوبډلو کې راشي او په دې توگه بايد څو نورې لوبې هم وکړي.)

مالک شاه ځدراڼ له جرمني نه ليکي: ياره له ٢٠٠ ډېرې منډې رانه نه شي جوړولاى.( ځدراڼ صېب، ته لکه چې له جرمني بالېنگ کوې؟)
اووم لوبغاړى د حميد حسن لخوا اوټ شو.

د سمېع الله شينواري په بال د برمودا لوبډلې کپټان وسوځېده. شينواري ښه لوبه وکړه، دا دى درېم لوبغاړى يې هم وسوځاوه.

د افغانستان لخوا اوس حميد حسن لوبه کوي. دا يو ډېر تکړه بالر دى.

سمېع الله شينواري د برمودا بله ويکټه چپه کړه. هغه ډېوېډ هېمپ هم وسوځاوه.

د کابل له وزير اکبر خان نه خاطر امين پوښتلي چې کوم ټلويزيون دغه لوبې مخامخ خپروي؟
( افغان چينلونه خويې نه خپروي، په بهر کې که کوم چينل مخامخ خپرونې ولري، موږ نه يو ورباندې خبر.)

آرزو له کنړه خپلې ملي لوبډلې ته دغه ټپۍ ډالۍ کړې ده.

که دی بری وطن ته راوړ
زه به دروځم تورې سترگې سره لاسونه

له کندهاره حاجي شيرين خان ليکي چې تېره شپه يې افغان ملي لوبډله په خوب ليدلې او نن به لوبه گټي. هغه وايي: زه حاجي يم او خوب مې نه دروغ کېږي.

د برمودا دغه لوبغاړى د سمېع الله شينواري په بالېنگ او د شهزاد مومند په توپ نيولو سره وسوځېده. اوس د افغانستان لخوا سمېع الله شينوارى بالېنگ ته ولاړ دى.

برمودا په ٨٢ پنډوسکو ١١١ منډو ته اړتيا لري.

نبي عيسى خېل د برمودا تکړه لوبغاړى چې تر دې مهاله يې ٦٨ منډې کړي، وسوځاوه. اوس د برمودا سټېفن اوتربرېج بېټنگ کوي.

له اروپا نه ميرويس فضلي راته ليکي چې دا ځل ولې بي بي سي پښتو وېب پاڼه د لوبې حال مخامخ نه خپروي؟( فضلي وروره موږ خو يې خپروو، فکر کوم چې تاسو يې هم گورئ، نور دوستان خويې گوري.)

د افغانستان لخوا لا هم رئيس احمدزى بالېنگ کوي خو لکه چې هغه هم داځل څو منډې ورکړې.

د پاکستان له هريپوره دوست خټک ليکي چې په داسې سترو لوبو کې د خپل هيواد د لوبډلې په شتون خوښ دى. هغه وايي که لوبغاړي ښه لوبه وکړي گټلى يې شي. ( وروره دا خو هرڅوک وايي، چې لوبه ښه وشي، گټل به حتمي وي.)

برمودا په ١٠٨ پنډوسکو ١٣٤ منډو ته اړتيا لري چې د افغانستان لخوا ورته ټاکل شوى هدف پوره کړي.

عبدالله ناصري له هالنده ليکلي چې د برمودا لوبډله يې د نړيوالو سياليو پر مهال ليدلې او ډېره پياوړې نه ده.

نوراجان له لندنه پوښتلي چې حميد حسن کله بالنگ ته راځي. (نوبت به يې راشي، اوس خو رئيس احمدزى بالېنگ کوي.)

له کنړه زموږ خبريال نعمت الله کرياب راته وويل چې دغلته د تبليغيانو يوې لويې ډلې کرکټ ملي لوبډلې ته د بريا ډله ييزه دعا وکړه.

سيد نسيم شاه له کنړه د برمودا د دوو لوبغاړو پارټېنري خطرناکه بولي او وايي چې بايد هستي گل عابد او يا هم دولت احمدزى بالېنگ ته راشي. له موږ نه يې پوښتلي چې تاسو په کې څه واياست. (موږ خو لا هم لوبه د افغانستان په گټه بولو.)

د برمودا لوبډلې دوو بېټس مينانو ښه مقابله وکړه. اوس ددغه هيواد گلېن سمېټ بلېکيني او ستيفن اوتربرېج بېټنگ کوي. د افغانستان لخوا کپټان نوروز منگل بالېنگ ته ولاړ دى.

سلام له نامالومه ځايه ليکي چې برمودا هم کمزورى ټىم نه ده او بايد افغان لوبغاړي ښه ټينگ بالېنگ وکړي.

عبدالمالک له نامالومه ځاىه ليکي برمودا به يې له ٢٠٠ منډو وړاندې وبايلي.(دومره اسانه يې هم مه نيسه.)

سليم خان له افغانستانه ليکي چې افغان لوبډله تکړه بېټس مينانو ته ضرورت لري.(ياره بېټنگ خو ختم شو اوس د بالنگ وار دى.)

د لوبې د لومړۍ برخې مالومات لاندې کتلاى شئ.

کريم صادق د پرونۍ لوبې غوره لوبغاړى پېژندل شوى. هغه نن هم ښه لوبه وکړه. په ١٠١ توپونو ٨٣ منډې وکړې.

په ننۍ لوبه کې ډېره مهمه برخه نوروز منگل کنټرول کړه. که څه هم د هغه دوه ملگري ژر ژر وسوځېدل، خو خپله يې لوبه ډېره ښه پر مخ بوتله. هغه له اويا ډېرې منډې وکړې.

دا فغانستان اته کسه سوځېدلي.

منډې: ٢٣٩

اور: ٥٠

جاوېد له جلال آباد نه ليکلي چې نوروز منگل يوځل بيا په لوبو کې ښه وځلېده او د خلکو هيلې يې پوره کړې.( ياره آخر خو کپټان دى کنه؟)

نور احمد له پېښوره ليکي چې افغان کرکټ ملي لوبډله هغو ميليونونو کسانو ته خوښي وربښي، چې ډېرو ستونزو ځپلي دي.

عبدالمتين ځدران ليکلي چې داځل د لوبې حال ولې بي بي سي پښتو وېب پاڼه نه خپروي؟ ( دا څه دي نو چې خپرول نه دي؟ وروره ته خو يوځل پاڼه تازه کړه.)

داسې ښکاري چې کپټان نوروز منگل او دولت احمدزي ښه ملگرتيا وکړه. ښاغلي منگل تر اوسه په په ٦٧ توپونو ٤٤ منډې کړي، خو دولت نوى راغلى او لا يې منډې اووه دي، خو په څلورو پنډوسکو.

محمد علي خوستى ليکلي چې د افغانانو عزم قوي دى، لوبه به حتما گټي.

ارسلان له نامالومه ځايه ليکلي که منډې ٢٢٠ ته ورسېږي، ډېره به ښه وي.( ياره په ډېرو هرڅوک خوشالېږي.)

له ماسکو نه الله يار صديقي راته ليکلي چې که رئيس احمدزى تر ٥٠ منډو ودرېږي، انشالله چې افغانستان به يې وگټي.

له افغانستان نه خير گل او سردار گل چې دواړه وروڼه دي د افغان ملي لوبډلې لپاره دعا کړې ده.(ياره دا دعا خو به نن هر افغان کوي!!)

نن د افغانستان په لوبډله کې دغه لوبغاړي لوبېږي:

نوروز منگل(کپټان)
کريم صادق(مرستيال کپټان)
محمد شهزاد مومند
شفيق الله شفق
سمېع الله شينوارى
رئيس خان احمدزى
محمد نبي عىسى خېل
اصغر ستانکزى
دولت احمدزى
هستي گل عابد
حميد حسن

که د کرکټ د ننۍ لوبې په اړه کوم نظر لرئ، په لاندې برېښنا ليک يې موږ ته راولېږئ.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement