پوسټ کوډ ۲۹۸۰۱
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۰ وری ۱۳۸۸ ۱۶:۲۸

له افغانستان سره اضافي مرسته کوو

له بروکسل څخه دفرانس خبري اژانس دراپور له مخې دهالند په هاګ ښار کې دافغانستان د وضعیت د جاجولوپه نړیواله غونډه کې اروپایي کمیسون ددغه خبرپه اعلامولو سره وویل چې ددغې مرستې ۲۰ میلیونه یورو دافغانستان د راتلونکو ټولټاکنو ،۱۵ میلیون یورو د پولیسو د روزنې او ۲۵ میلیون یورو هم د افغانستان د کلیو دپراختیا لپاره ځانګړې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنې له ۲۰۰۸ کال تر ۲۰۱۰کال پورې پخپله بودیجه کې له افغانستان سره د مرستې لپاره نږدې ۷۰۰ میلیون یورو بېلې کړې دي.
په هاګ کې دافغانستان نړیواله غونډه سبا پیل کیږي په دغه یوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره ولسمشر حامد کرزی نن هالنډ ته روان شو نوموړي به په دغه غونډه کې دهالنډ له لومړي وزیر د جاپان او اسټرالیاله بهرنیو چارو وزیرانو او دامریکا او برتانیې او نورو هیوادونو له لوړ پوړو چاروکو سره وویني .
له ولسمشر کرزي سره په دغه سفر کې ددفاع وزیر عبدالرحیم وردګ،د مالیې وزیر عمر زاخېلوال دکورنیو چارو وزیر حنیف اتمر او نور لوړپوړي چارواکي ملګرتیا کوي

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement