پوسټ کوډ ۲۹۷۹۵
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۰ وری ۱۳۸۸ ۱۳:۳۳

جرمني افغانستان ته


آغلې ميرکل ويلي چې جرمني چمتو دی چې افغان پوليس وروزي او له خپله ځانه په خپله دفاع وکړي .
دا مهال جرمني په افغانستان کې څه کم څلور زره سرتېري لري .

د افغان پوليسو د شمېر زياتول
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې د پلازمېنې کابل د پوليسو په شمېر کې به د پام وړ زياتوالی راولی .
وسمهال په کابل کې شاوخوا 8000 پوليس شته، خو په دې نه دي توانېدلي چې د خلکو له تمې سره سم د هغوی باور خپل کړي .
د کوريو چارو وزارت وياند زمری بشری وايي چې دغه وزارت په پام کې لري چې په پلازمېنې کابل کې به نژدې 5000 ځوانان د پوليسو ليکو ته جذب کړی چې د لازمو امنيتي زدکړو وروسته به په دندو وګمارل شي . که څه هم په اوسنيو شرايطو کې د پلازمېنې کابل امنيت د افغانستان د نورو سيمو په پرتله ښه دی، خو هغه شان چې د يوې پلازمېنې لپاره ښايي ډاډمن امنيت په کې نشته .
د افغان او بهرنيو کسانو تښتول، وسله والې غلاوې، د نامسوولو وسله والو ډلو شتون او دې ته ورته نورې ستونزې هغه څه دي چې د پلازمېنې کابل امنيت يې له ستونزو او ننګونو سره مخامخ کړی دی .
خو پوښتنه دا ده چې ايا د نوو 5000 پوليسو په زېاتېدو به د پلازمېنې کابل په امنيت کې ښه والی راشي او که څنګه؟
د پوځي چارو يو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې ناامني په کابل کې د پوليسو په شمېر کې د لږ والی له امله نه، بلکې دغه کارپوهان يې لامل د فساد شتون او د پوليسو نه مسلکي توب په ګوته کوي .
د دوی په وينا که چېرې د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د شمېر د زياتولو پرځای د هغوی کيفيت او وړتيا ته پاملرنه وکړي نو دا به کېدای شي د امنيت په بسيا کېدو کې اغېزمن ګام وي .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement