پوسټ کوډ 29777
نیټه خپرول: يکشنبه 9 وری 138812:57

افغانستان عمان ته ماتې ورکړه

په لوبه کې عمان پچه وگټله او لومړى يې خپله منډه جوړولو ته ملا وتړله .

سميع الله شينواري د درو لوبغاړو ، حميد حسن او محمد نبي د دوو دوو لوبغاړو په سوځولو خپله وړتيا وښووده .

په ځواب کې د افغانستان منډه جوړونکو ښه پيل وموند . شفيق الله شفق ٥١ ، شهزاد خان ٣٠ او اصغر ستانکزي ٢٥ منډې وکړې .

کپتان نوروز منگل يو وار بيا وښوول چې د افغانستان تر ټولو ډير د اعتماد وړ منډه جوړونکى دى .

نوروز منگل په ٨٩ منډو تر پايه ونه سوځيد .

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله له څه باندې يوې اوونۍ راهيسته په سويلي افريقا کې په روزنه او تمريني لوبو بوخته ده .

د روزنې او تمرين دغه پړاو د ٢٠١١ کال د نړيوالو اتلوليو د غوراوي د سياليو لپاره ترسره کيږي چې په جنوبي افريقا کې د راتلونکې چارشنبې له ورځې ( د اپريل لومړۍ ) پيليږي .

د افغانستان د ملي لوبډلې د چمتوالي بهير له ستونزو تش نه و .

سويلي افريقا ته تر راتگ وړاندې د دوى نوى او تکړه لوبغاړى رفعت الله مومند ظاهرآ د ټپي کيدو له امله پاتې شو .

داسې گنگوسې هم دي چې شايد د کريکټ نړيوالې شورا پر مومند ناخوښي ښوولې وي .

رفعت الله مومند د ننگرهار د مومند درې د سيمې اوسيدونکى دى خو په پېښور کې اوسيدلى او لوى شوى دى .

دۀ د پاکستان د اې په ټيم کې هم لوبه کړې وه او د کريکټ د نړيوالې شورا له اصولو سره سم بايد اوس څلور کاله وروسته د خپل اصلي ټاټوبي له خوا د لوبې حق ولري .
د رفعت الله مومند په نشتوالي کې افغان کريکټ لوبډلې بيا هم وښووده چې د منډه جوړولو په ډگر کې ستونزه لري .
د نړيوالو اتلوليو د غوراوي په تيرو درو سياليو کې هم افغانستان د منډه جوړولو په ډگر کې له مشکلاتو سره مخامخ و .
د روانو سياليو لپاره د تمريني لوبو په ترڅ کې افغانستان له عمان سره په ١٠٢ او د ايرلينډ له جمهوريت سره په ٨٨ منډو وسوځيد .
ه تيرو درو سياليو کې د منډه جوړونکو په ډله کې يوازې کپتان نوروز منگل ډير ځليدلى و خو د هغه د منډو اوسط هم ايله تر شلو پورته و .
د نورو منډه جوړونکو اوسط تر شلو هم ټيټ و حال دا چې په مهمو سياليو کې د بريالۍ لوبډلې د منډه جوړونکو اوسط بايد تر ٣٥ پورته وي .
د منډه جوړونکو ضعف افغان بالرانو تر اوسه پټ کړى او پرله پسې يې د لوبو په گټلو کې مهمه ونډه لرلې ده .
حميد حسن په تيرو درو سياليو کې د ٤١ کسانو په سوځولو او محمد نبي د ٣٥ کسانو په سوځولو خپله ووتيا ښوولې ده .
خو د افغان بالرانو يوه ستونزه چې په تيرو درو سياليو کې وليدل شوه د اضافي منډو برخه وه .
دوى په هره لوبه کې تر شلو ډيرې اضافي منډې ورکړې چې له ښو لوبډلو سره به يې تاوان ډير زيات احساس شي .
د روانو سياليو لپاره د چمتووالي په يوه لوبه کې له عمان سره همدا نن ( شنبې د وري ٨ مه د مارچ ٢٨ مه ) افغان بالرانو د عمان ټوله لوبډله په ٢٢٣ منډو وسوځوله خو په دغو ٢٢٣ منډو کې ٣٢ اضافي منډې وې . 
نړيوالو اتلوليو د غوراوي په وروستي پړاو کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه د چارشنبې په ورځ له ډنمارک سره کوي .
بي بي سي پښتو ويبپاڼه به د دغو سياليو مخامخ حال له سويلي افريقا ژوندى خپروي .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement