پوسټ کوډ 29574
نیټه خپرول: شنبه 24 کب 138716:47

ايتلافي ځواکونو په لوګر کې 5تنه ووژل

دهمدغې پېښې په غبرګون کې نن کرۍ ورځ د څرخ ولسوالۍ له ودانۍ څخه د هغې ولسوالۍ قهريدلي خلک تاو وو او د امريکايي ځواکونو د تېرې شپې چپاو يې په کلکه وغانده.
هغوى د هغو پنځو کسانو يانې يوه پلار او څلورو زامنو د وژونکو لپاره د سختې سزا غوښتنه کوله چې تېره شپه د همدغې ولسوالۍ د تکلاه په نوښار کلي کې ائتلافي ځواکونو وژلي وو .
دغه ځواکونه تېره شپه ډېر ناوخته په يوې چورلکې کې سيمې ته ورغلي او هلته يې د يو کور دروازه لومړى په بمونو الوزولې او وروسته کور ته وردننه شوي او پنځه کسه يې په دغه کور کې وژلي .
ائتلافي ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې وژل شويو کسانو د دولت د مخالفو ځواکونو سره اړيکي لرل ، او د دوى پر ځواکونو له همدغه کوره ډزې شوې .
خو د لوگر د والي وياند دين محمد دروېش وايي چې دوی سيمې ته يو پلاوی استولی و چې له څېړنو وروسته يې معلومه کړې چې وژل شوي کسان بېگناه او دسيمې بزګران دي .
لاريون کونکو له حکومته غوښتنه کوله چې ژر تر ژره دې د دغو وژل شويو کسانو قاتلانو ته

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement