پوسټ کوډ 29554
نیټه خپرول: جمعه 23 کب 138717:05

په صوبه سرحد کي 24 تنه وژل سوي او 50 نور ټپيان سوي دي

فرانسپرس آژانس د پاکستاني چارواکو له خولې څخه خبر راکوي، چې د پاکستان په صوبه سرحد کې د جمعې په ورځ، د ترشک لاندې امريکايي راکټونو د گذار له کبله د وژل شوو کسانو شمېر 24 تنو ته رسېدلی او ٥٠ تنه نور زخمي شويدي.ويل شوي، چې له بې پيلوټه الوتکو څخه دوه راکټونه ويشتل شوي او په کرمه کې يې د طالبانو يو تعليمي مرکز له منځه وړی دئ. يوه سيمه ايز چارواک د فرانسپرس خبريال ته زياته کړې، چې طالبان هنوز هم خپل تر خاورو لاندې پټ مړي لټوي.
يوه امنيتي افسر څرگنده کړې، چې له وژل شوو څخه گڼ شمېر افغان طالبان دي، خو کوم د سر کس نه دئ پکې له منځه تللی. دا تعليمي مرکز د سميه ايزه طالبانو د قوماندان فضل سيد تر اداره لاندې وو او د گذار په وخت کې زده کړه پکې روانه وه. طالبانو د پنجشنبې د ماښام له دې گذار وروسته هغه سيمه بنده کړېده.
د 2008 کال د آگست له مياشتې راپديخوا دېرشو دې ډول گذارونو له 330 تنو څخه زيات کسان د مرگ کندې ته اچولي.


ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement