پوسټ کوډ ۲۹۳۹۹
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۳ کب ۱۳۸۷ ۱۷:۱۵

د فرانسی د دفاع وزير غواړي چي ناتو له افغانستان څخه د خپلو وتلو لپاره یوه نيټه وټاکي

د فرانسي د دفاع وزير پرون يادونه وکړه، کله چي ناتو د افغانستان په هکله د نوي ستراتيژي پر سر خوښه کوی، نو غوره ده چي له دغه جګړه ځپلي هيواد څخه د خپلو وتلو لپاره هم يوه نيټه وټاکي.
هاروي موري چي واشنګتن ته په يو سفر وتلي، چيرته چي غواړي له امريکايي چارواکو سره خبري وکړي، وويل، ناتو کولاي شي چي د افغانستان په ځينو سيمو کي د امنيت او حکومتوالي په شمول د پرمختګ لپاره وخت وټاکي. موري دغه خبري په هغه يوي غوڼدي کي وکړي چي کوربه توب يي د متحده ايالاتو د ستراتيژيکي مرکز او نړيوالو اړيکو په غاړه وه. موري وويل:« کله چي ستراتيژي معلومه شوه ولي د وتلو لپاره يوه ښکاره نيټه ونه ټاکله شي.»
په دي غونډه کي د متحده ايالاتو پوځي چارواکو په دي ټینګار درلود چي بايد افغانانو ته وښودله چي د ناتو سرتيري اشغالي ځواکونه نه دي، خو هغوي يوه هم د وتلو لپاره د کومي نيټي يادون ونه کړ.



برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement