پوسټ کوډ ۲۹۳۷۹
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۲ کب ۱۳۸۷ ۱۸:۱۸

ولسي جرګې عمرزاخېلوال ته د تاييد رايه ورکړه

ښاغلی زاخېلوال يوه مياشت وړاندې د ماليې د پخواني وزير انوارالحق احدي له استعفا وروسته د ولسمشر له لوري د دغه وزارت د سرپرست په توګه په دنده وګمارل شو .
نوموړي د دې هېواد ولسي جرګې ته د خپلو کاري پروګرامونو د تشريح پر مهال ژمنه کړې چې د افغانستان کورني عوايد به په يوه کال کې له اته سوه ميليونه څخه يو نيم ميليارد ډالرو ته ورسوي .
د افغانستان د ماليې نوي وزير عمر زاخېلوال له ولسي جرګې نه دباور رايې د اخيستو پر مهال د دې ترڅنگ چې خپل يو شمېر نوي پروگرامونه بيان کړل، دحکومت په ځينو اقتصادي پروژو نيوکې وکړې .
هغه وويل چې يو شمېر اقتصادي پروګرامونه د حکومتي ادارو تر منځ په نه همغږي پرمخ بېول کېږي او په وينا يې ځېنې وختونه نا اړينو پروژو ته پام اړول شوى دى .
که څه هم ښاغلي زاخېلوال دافغانستان اقتصادي وده وستايله خو ويې ويل چې له دغې ودې سره سره په هېواد کې بېکاري او بېوزلي په خپل حال پاتې ده .
هغه په ډېری حکومتي ادارو کې د اداري فساد د شتون په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل چې په خپله اداره په تېره بيا ګمرکونو کې به دفساد پر وړاندې ټينګه مبارزه وکړي .
دغه راز ښاغلي زاخېلوال ژمنه وکړه چې د حکومت د عوايدو د کچې د لوړولو هڅې به وکړي .
نوموړي دکانونو او ترانسپورټ وزارتونه او دترافيکورياست دافغانستان دتر ټولو سترو عايداتي سرچينو په توګه ياد کړل او ويې ويل چې ددغو ادارو په کاري سيسټم کې ديو شمېر بدلونونو په راوستو سره به وکولای شي له يادو شويو سرچينو نه ډېر عوايد تر لاسه کړي .
که څه هم د ولسي جرګې ډېرى استازو داقتصاد دودې لپاره دښاغلي زاخېلوال طرحې ګټورې بللې خو ځينو نورو اندېښنه ښودله چې د ولسمشر کرزي د واکمنۍ په پاتې لنډه موده کې به ددغو پلانونو عملي کول څه اسانه خبره نه وي.
ښاغلي زاخېلوال د ولسي جرګې د حاضرو 198 غړو له ډلې د 144 هغو رايې خپلې کړې او په دې توگه د افغانستان د ماليې وزير وټاکل شو.
ښاغلي زاخېلوال تر دې وړاندې دپانګونې دملاتړ ادارې ايسا درييس ، دترانسپورټ وزارت دسرپرست او دولسمشر داقتصادي سلاکار په توګه دنده تر سره کړې ده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement