پوسټ کوډ ۲۹۲۱۸
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱ کب ۱۳۸۷ ۰۸:۱۹

ولسمشر کرزي د لومړي ځل لپاره لغمان ولايت ته سفر وکړ

دافغانستان د اسلامي جمهوريت ولسمشر حامدکرزى نن له غرمې وړاندې ديوه لوړ رتبه پلاوي په ملگرتيا د لغمان مرکز مهترلام ښار ته په داسې حال کې داخل شو چې کلک امنيتي تدابير نيول شوي وو.

ولسمشر کرزي په داسې حال کې چې دلغمان په ولايت کې يې د وژل شويو ملکي وگړو له کورنيو سره د خواخوږۍ څرگندونه کوله، دلغمان خلکو ته يې ډاډ ورکړ چې د افغان دولت د زياتو هلوځلو وروسته يې په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه دې ته مجبور کړي چې د عملياتو پرمهال د ملکي خلکو د مرگ ژوبلې مخه ونيسي.

هغه د خپلو خبرو پرمهال وويل: بهرنيو ځواکونو ورسره منلې چې تردې وروسته خپل ټول عمليات د افغان امنيتي ځواکونو سره همغږي کوي، ترڅو له دې لارې د ملکي وگړو د وژنې مخه ونيول شي.

ولسمشر کرزي دغه راز د راتلونکو جمهوري رياست لپاره د ټولټاکنو او انتخاباتي سياليو په اړه وويل: د ټاکنيزو سياليو پرمهال بايد د کانديدانو ترمنځ سالم رقابت وجود ولري او پرېنږدې چې دغه سيالۍ د ملي يووالي او امنيت په تاوان تمامې شي.

دلغمان د ولايتي شورا غړي قاري روح الله غونډې ته د خبرو کولو پرمهال د ولسمشرکرزي نه غوښتنه وکړه چې دلغمان ولايت د درېيمې نه درجې نه دوه يمې ته لوړ کړي.

نوموړي دغه راز وويل: افغان دولت بايد دلغمان ولايت د برېښنا ستونزه اودغه راز دلويو بندونو او ويالو په جوړولو سره ددغه ولايت لويې دښتې آبادې او خلکو ته وکار زمينه برابره کړي.

ورپسې دافغانستان د علماوو د سرتاسري شورا مرستيال مولوي قيام الدين کشاف په خپلو خبروکې له ولسمشر نه وغوښتل، چې دملي پخلاينې پروسې ته وده ورکړي او د دولت مخالفين دې هم په دغه پروسه کې راشريک کړاى شي.

نوموړي په هېواد کې د امنيت د تامين او دپخلاينې دبهير دچټکوالي په موخه دافغانستان د ټولو قومونو په گډون د يوې لويې جرگې د دايرېدو غوښتنه وکړه.

حامدکرزي دلغمان خلکوته د نيازيو په سيمه کې ديو پول د جوړولو زيرى ورکړ، خو په دغه ولايت کې د برېښنا د ستونزې په اړه يې وويل: د برېښنا دستونزې حل لسو کلونو وخت ته اړتيا لري.

دافغانستان جمهور رئيس او ورسره پلاوى چې داخله وزير محمدحنيف اتمر او د ملي امنيت مرستيال ډاکتر عبدالله لغماني په کې برخه لرله، په لغمان ولايت کې د يو دېرش کيلومتري سرک او د پوليسو ديو روزنيز مرکز له پرانيستې وروسته پلازمېنې کابل ته ستون شو.

که څه هم ولايتونو ته سفر د ولسمشر په ماموريتونو کې شمېرل کېږي، خو يو شمېر کتونکي بيا د نوموړي دغه سفر راتلونکو ټولټاکنو ته د هغه د کمپاين يوه برخه گڼې.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement