پوسټ کوډ ۲۹۱۹۳
نیټه خپرول:
چهارشنبه ۲ سلواغه ۱۳۸۷
۱۲:۰۰
- 0 څرګندونه
- چاپ
ننگرهارکې د يوې لېسې د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې
ياده شوې ودانۍ د جاپان هېواد اړوند د شانتي مرستندويې ټولنې په مالي مرسته ددې ولايت د ښېوې ولسوالۍ د احمد کوټ په سيمه کې جوړېږي.
دننگرهار د پوهنې رئيس محمداقبال عزيزي افغان غږ خبري آژانس ته وويل: د ننگرهار د ښېوې ولسوالۍ د احمد کوټ لېسې د ودانۍ د جوړولو چارې د جاپان دخلکو رضاکارې ټولنې شانتي په مرسته پيل شوي دي.
نوموړي وويل: د دغې ودانۍ په جوړولو به د نوموړې ادارې له لورې نږدې يوسلواوولس زره امريکايي ډالره ولگول شي.
هغه زياته کړه: د احمدکوټ لېسې نوې ودانۍ به د دولسو خونو او نورو اړوندو ملحقاتو په لرلو سره په پينځه جريبه ځمکه په يو پوړ کې جوړه شي، چې د جوړېدو چارې به يې شاوخوا در مياشتې وخت ونيسي.
د پوهنې د رئيس پروينا، دشانتې مرستندويې ټولنې تردې وړاندې هم د ننگرهار په بېلابېلو سيمو کې اتلسو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي دي.
بل پلو د افغانستان د ختيځ ولايت کنر په مرکز اسعدآباد کې د نامعلومو کسانو له لوري د نجونو يو لومړنى ښوونځى سوځول شوى دى.
دکونړ ولايت د پوهنې رئيس اسدالله رويا رسنيو ته ويلي، چې يادشوى ښوونځى د طالبانو له لوري نه بلکې د ښوونځي د کارکوونکو له خوانه د خپلمنځي اختلاف په پايله کې سوځول شوى.
نوموړي زياته کړې، په دې اړه پلټنې پيل شوي او عاملين به يې ډېر زر دقانون منگولو ته وسپارل شي.