پوسټ کوډ 29178
نیټه خپرول: دوشنبه 28 سلواغه 138711:37

د افغانستان د کرنې وزارت نوي نيالګي نالوي

له دې ټولگې څخه به يو ميلون نيالگي د سيميزو شورا گانو له خوا پر عامو خلکو وويشل شي چې د چارواکو په وينا د نيالگيو تر لاسه کونکو سره به د خوراکي توکيو مرسته کېږي خو وايي هله چې د خوراک نړيوال سازمان په خپله ژمنه ودريږي او دوى ته خوراکي توکي ورکړي .

همدا راز د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د امو سيند پر څنډه هم په زرگونو نيالگي وکري .

سره له دې چې د افغانستان پر ځينو سړو سيمو د واورو سپين څادر غوړېدلى دى، خو د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د ننگرهار، جوزجان، فراه او هرات په گډون په ځينو سيمو کې د نيالگيو کينول په حکومتي کچه پيل شوي دي .

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د ځنگلاتو د برخې مشر حضرت حسين خاورين وايي چې سږ کال د نيالگيو نالولو تگلاره پنځه برخې لري :

((يوه ستراتيژي دا ده چې موږ په دولتي سطحه په ټول افغانستان کې 414 زره نيالګي ږدو، له دې جملې څخه به 133 زره په کابل او نور پنځه زره به يې د عشر په ورځ په قرغه کې کېږدو، چې په دې ورځ به په ټول افغانستان کې يو لک نيالګي کښېښودل شي، په درېيمه ستراتيژي کې به يوميليون اووه سوه اتيا زره نيالګي په ټول افغانستان کې کښېښودل شي.))

ښاغلى خاورين وايي چې خلک په ټول افغانستان کې دغه څه دپاسه يو ميلون نيالگي د سيميزو شوراگانو په منځگړتوب په ولايتونو کې د کرنې له حکومتي څانگو نه تر لاسه کولاى شي، سربيره پر دې حکومت په پام کې لري چې ددغو نيالگيو کينونکو سره د د نړيوال خوراکي پروگرام يانې ډبليو ايف پي له مرستونه د خوراکي توکيو لاس هم وکړي، خو وايي دغه سازمان تر اوسه يوازې ژمنه کړې ده .

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي سربيره پر دې څلورمه تگلاره دا ده چې يو ميلون نيالگي به د نالولو په موخه د افغانستان بيلابيلو وزارتونو ته وسپارل شي او پنځمه ستراتيژي د قريو بيرته احيا کول په گوته شوي دي .

دکرنې او مالدارۍ د وزارت د ځنگلاتو د برخې مشر حضرت حسين خاورين وايي چې سربيره پر دې د افغانستان په شمال کې د امو سين پر غاړو هم د نيالگيو نالولو پلان لري.

ښاغلى خاورين وايي چې افغانستان دا مهال په د ٥ ميلونو په شاوخوا کې د نيالگيو رسيدلى بزغلى لري او له نورو هيوادونو څخه د نيالگيو واردولو ته اړتيا نه لري،نوموړى وايي چې په دې نيالگيو کې ځينې يې ميوه لرونکي دي او ځينې يې ښکلاييز.

چارواکي وايي چې ددې چارو لپاره بوديجه په لاس کې نه لري خو له حکومته يې څه دپاسه يو ميلون ډالر غوښتي دي او د خوراک نړيوال سازمان هم د مرستې سينه وهلې ده.چارواکي وايي چې کوم نيالگي په حکومتي کچه کرل کيږي دوى يې د ساتنې او پالنې لپاره ژمن دي، په تېر کې نيوکې کېدې چې نيالگي کينول کيږي خو ساتنه يې نه کيږي له دې کبله بيرته وچېږي .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement