پوسټ کوډ ۲۹۱۴۷
نیټه خپرول: شنبه ۲۶ سلواغه ۱۳۸۷ ۱۸:۳۵

په ننگرهارکې د روسي پوځونو د وتلو ورځ ونمانځل شوه

 دننگرهار والي گل آغاشيرزي غونډې ته په خپله ويناکې وويل، آمريکايان دملگروملتونو دپرېکړې له مخې افغانستان ته راغلي، خو روسان ددې خاورې د لاندې کولو له پاره راغلي وو.

دسلواغې شپږويشتمه يا د افغانستان نه د پخواني شوروي اتحاد دپوځونو د وتلو ورځ دننگرهار دمرکز جلال آباد ښار په شاهي ماڼۍ کې ديوې غونډې په ترڅ کې ددې ولايت دچارواکو، جهادي قوماندانانو، قومي سپين ږيرو په برخې اخيستنې سره ونمانځل شوه.

په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې له همدې امله د غونډې په پاى کې جوړ شو، دننگرهار والي گل آغاشيرزى خبريالانو ته وويل: روسانو غوښتل د افغانستان په لاندې کولو سره ځان تودو اوبو ته ورسوي، خو دافغانانو د دفاع او نړيوال ملاتړ د دوى دا هيلې ترسره نکړې.

شيرزي ددې پوښتنې په ځواب کې چې روسان وايي، آمريکايان اوسمهال په افغانستان کې هغه تېروتنې کوي، چې دوى د نن نه شل کاله وړاندې کولې، وويل: آمريکايان افغانستان ته د ملگروملتونو د غوښتنې سره سم د نړيوالې ترهگرۍ د ځپلو له پاره چې دده پروينا، ټولې نړۍ ته خطر و، راغلي دي.

نوموړي د آمريکايي ځواکونو له لوري د ملکي خلکو د وژنې په اړه وويل: دا ستونزه له پخوا راهيسې په افغانستان کې شتون لري، دمجاهدينو د واکمنۍ پرمهال او له هغې وړاندې د کمونيستي رژيم په وخت کې هم ولسي خلک وژل کېدل.

دننگرهار والي دملکي وژنو لامل دپخواني کمونست پلوه رژيم دپلويانو، چې اوس هم دحکومت په لوړو چوکيو کار کوي، ناسم راپورونه او استخباراتي معلومات وگڼل.

هغه زياته کړه، له آمريکايانو يې غوښتي چې د دوى په ناسمو راپورونو عمل ونکړي، بلکې ترزياتو څېړنو وروسته لاس پکار شي.

شيرزي وويل: په هېواد کې داسلامي انقلاب دبري وروسته مجاهدين دبهرنيو لاسوهنو له امله ديو غښتلي حکومت په جوړونه کې پاتې راغلل. نوموړى وايي چې په افغانستان کې دمجاهدينو په لاس ديو قوي حکومت د رامنځته کېدو غوښتونکى دى.

روسان دنن نه پوره شل کاله وړاندې ترسلو زرو زيات پوځيان دافغانستان دلاندې کولو په موخه دې هېواد ته راواستول، چې دسختو مالي او ځاني زيانونو له گاللو سره لس کاله وروسته له افغانستان نه ووتل.


برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement