پوسټ کوډ ۲۹۱۲۴
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۴ سلواغه ۱۳۸۷ ۱۹:۲۲

د ممبۍ بريدونو پلان پاکستان کې شوی و

د پاکستان يوه جګپوړي چارواکي په لومړي ځل منلې چې پر ممبۍ د بريدونو د طرحې يوه برخه په پاکستان کې جوړه شوې وه، چې په دې اړه يې شپږ کسان نيولي هم دي .
پر ممبۍ وسله والو بريدونو کې شاوخوا 179 کسان ووژل شول، چې ډېری يې هندي وګړي وو.

پاکستان وايي چې د دغو بريدونو په تور يې شپږ کسان نيولي هم دي، چې اوسمهال د دوی په بند کې دي .

د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت يوه جګپوړي چارواکي رحمان ملک په يوه خبري ناسته کې ويلي چې پر ممبۍ د بريدونو په تور ډېری نيول شوي کسان اوسمهال په پاکستان کې بنديان دي .

ښاغلي ملک زياته کړې ده چې د پاکستان حکومت د اسلام اباد له پوليسو غوښتي چې په دې اړه دې څېړنې وکړي .

د ويلو ده چې پاکستان تر دې وړاندې منلې وه چې پر ممبۍ يو بريد بريد کوونکی امير اجمل قصاب، چې تر بريد وروسته هند ونيوه، پاکستانی و .

خو هندوستان اعلان کړی چې له اجمل قصاب څخه پوښتنو ګروېږنو دا په ډاګه کړې ده چې پر ممبۍ نهه سره بريد کوونکي، چې هغه مهال ووژل شول، پاکستاني وګړي وو .


ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement