پوسټ کوډ 29043
نیټه خپرول: يکشنبه 20 سلواغه 138709:58
- 0 څرګندونه
- چاپ
په استراليا کې اور 40 کسان وژلي دي

له تېرو دوو ورځو راپدېخوا د استراليا په ځنګلونو کې د اور له امله 40 کسان وژل شوي، تر ١٠٠ ډېر کورونه ويجاړ او پر ١٤ زره کورنيو برېښنا پرچاوه شوې ده .
اور دغه ناوړه څپه د استراليا جنوب ختيځ ته هم غځېدلې ده .
په وژل شويو کې ډېری وګړي د شمالي ښار ملبورن د کوچنيو ښارګوټو اوسېدونکي دي .
وېره دا ده که چېرې د دغه اور لمن د هېواد نورو سيمو ته وغځېږي، ښايي ډېره مرګ ژوبله رامنځ ته کړي .
په استراليا کې شاوخوا 30 زره اوروژونکي د اور په وژلو بوخت دي، ددغه اور لمن عامو باغونو او ځنګلونو ته پرمخ تلونکې ده .
په دغه هېواد کې د تودوخې درجه د تېرو دوو ورځو په اوږدو کې تر 47 پورې رسېدلې ده .
چارواکو د اور وژنې ځواک ته امر کړی چې ژر تر ژره د اور وژنې لپاره لازم تدابير په کار واچوي .
دا په داسې حال کې ده چې د ويکتوريا جون برومبي ولايت لومړي وزير د فدرالي حکومت دا غوښتنه منلې چې سيمې ته دې د اور وژنې په موخه ځواکونه ولېږدول شي.
چارواکي وايي چې د اور دغه څپه د ويکتوريا په ټول تاريخ کې ناوړه ده، چې په کې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او کوچني ښارګوټي په بشپړ ډول ويجاړ او سوځېدلي دي .
د رپوټونو له مخې، د اور لمن اوسمهال د نيوساوت وېلز او د استراليا جنوب ته هم غځېدلې ده، چې لسګونه زره اوروژنونکي د مخنيوي هڅه کوي، خو په دغو دواړو سيمو کې د اور ډېر خطر نشته، يا خو دوی نژدې دي چې اور ووژني او يا اور له استوګنځايونو ليرې دی .
د ويلو ده چې په استراليا کې کله ناکله د اور دا ډول پېښې رامنځ ته کېږي، خو له ١٩٨٣ راوروسته دا د اور ډېره ناوړه پېښه ده .
هغه مهال د اور له امله په يوه ورځ ٧٥ کسان وژل شوي وو، چې هغه ورځ د (ييرو چهارشنبې) په نامه نومول شوې وه .