پوسټ کوډ ۲۸۹۷۸
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۶ سلواغه ۱۳۸۷ ۱۱:۴۶

قرغيزستان: د امريکا پوځي اډه تړو

قرغيزستان په خپله خاوره کې د امريکا د پوځي اډې د تړلو پرېکړه کړې ده .
خو په افغانستان کې د امريکا يوه جګپوړي وياند دا پرېکړه رد کړې او هغه يې يوه سياسي لوبه ګڼلې ده .

خو په افغانستان کې د امريکا يوه جګپوړي وياند دا پرېکړه رد کړې او هغه يې يوه سياسي لوبه ګڼلې ده .

د امريکا دغه هوايي اډه د مناس په سيمه کې جوړه شوې وه، چې افغانستان کې ناټو او امريکايي ځواکونو ته د توکو د لېږدولو لپاره مهمه ګڼل کېږي .

د قرغيزستان ولسمشر قربان بيگ دغه اعلان په مسکو کې تر هغه وروسته وکړ چې د روسيې ولسمشر ديمتري مدويديف ورسره د څه باندې دوه ميليونو ډالرو پور او مالي مرستو د ورکولو ژمنه وکړه .

د مناس هوايي اډه اته کاله وړاندې په قرغيزستان کې په دې موخه جوړه شوې وه، چې په افغانستان کې له القاعدې او طالبانو سره په جګړې کې د امريکايي ځواکونو ملا وتړي .

د قرغيزستان ولسمشر وويل چې دا اډه يوازې د دوو کلونو لپاره جوړه شوې وه .

د قرغيزستان ولسمشر وويل : ((موږ له خپلو امريکايي ملګرو سره په قرغيزستان کې د دوی د شتون پر سر د اقتصادي امتيازونو د ورکولو موضوع په خبرو کې څو واره راپورته کړه، خو له بده مرغه چې له امريکايانو سره کومې پرېکړې ته ونه رسېدو. نو څو ورځې وړاندې د قرغيزستان حکومت پرېکړه وکړه چې په دغه هېواد کې د امريکا پوځي اډې ته د پای ټکی کېږدي.))

په قرغيزستان کې به د امريکايي ځواکونو هوايي اډه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لپاره لويه ستونزه وي، ځکه چې د مرکزي اسيا په هېوادونو کې امريکا همدغه يوه پوځي اډه درلوده .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement