پوسټ کوډ 28917
نیټه خپرول: يکشنبه 13 سلواغه 138720:18

په پاکستان کې ۱۶ اورپکي وژل شوي ډي

ډي پي آي خبري آژآنس راپور ورکړ، په سوات سیمې کې ۱۰ مړي پیدا شوي خوله سيمې څخه په رارسېدليو راپورونو کې ويل شوي چې په سوات کې دېرش مړي موندل شوي او په توغندويي حملې کې نهه تنه وژل شوي دمنګورې په سنګوټه شکر تنګي سيمه کې د اتو تنو مړي موندل شوي چې په ډزو ويشتل شوي؛خو تراوسه يې هويت نه دی څرګند. 

همداشان دمنګورې په رحيم اباد او د کبل په هزاره سيمه کې ديوه پولیس او يوه ناپېژاندي کس مړي موندل شوي. 

دځايي امنيتي سرچينو په وينا دچارباغ په شېخ پلو نومي سيمه کې د شلو تنو مړي موندل شوي، دسرچينو په وينا امنيتي ځواکونو دغه مړي ديادې شوې سيمې په پټیو کې موندلي خو نه يې دهويت په اړه څه ويل شوي او نه يې د وژونکو. 

ديو بل خبر له مخې دسوات په چارباغ سيمه کې د حکومتي ځواکونو او ځايي طالبانو ترمنځ په نښتو کې پر ولسي کورونو د توغنديو لګېدو له لامله د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه وژل شوي اويوشمېر نور ټپيان شوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement