پوسټ کوډ ۲۸۹۱۶
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۳ سلواغه ۱۳۸۷ ۲۰:۱۱

د غزني ولایت کې د امریکایانو پر ضد لاریون وشو

د غزنی ولایت د قره باغ ولسوالۍ په لسګونو قومي مشرانو او سپين ږيرو او خلکو دامریکايي ځواکونوپرضدلاریون وکړ او د کابل - کندهار لویه لاره یې د څو ساعتونو لپاره بنده کړه.

د محمد قاسم په نامه يو تن قومی مشر چې د دغی مظاهرې گډون وال وو، ویلي ، تیره شپه د امريکايي ځواکونو په بمباریو کې د حاجي قدوس او حاجي عبدالرووف په نامه دوه وروڼه وژل شوي دي . دغه مړي نن له غرمې مخکې د غزني ښار د ولايت مخې ته د اعتراض په توګه راوړل شوي ول. 

د نوموړي په وينا، ددغو ځواکونو لخوا پر اوو کورونو راکټونه هم توغول شوي ، چې له امله يې دغه کورونه زيانمن شوي دي . محمد قاسم زياته کړه چې د امريکايي ځواکونو سپيو دوه مېرمنې او درې ماشومان هم داړلي دي . 

لاریون کونکو د افغان ولسمشرحامدکرزی، امریکایانو او د غزنی د ولایت چارواکو پر ضد شعارونه ورکول . 

دکویټ خبري آژآنس هم د کابل د مقاما تو په وینا وویل، چې آیساف ځواکونو دهلمند ولایت د ناد علي سیمې کې پر ملکي کسانو ډزې وکړې چې پکې دوه ماشومان مړه او یو سړی هم ژوبل شوی دی ،
دآیساف ځواکونو ویندوي وویل دغه پیښه هغه وخت وشوه چې پرې د دښمن له لوري ډزې شوي دي . 

همداراز خارجي ځواکونو په پکتیکا ولایت کې هم پر یوه ګاډي ډزې وکړې چې پکې یوتن مړ او یو هم ژوبل شو. 

آيساف ځواکونوهم ویلي چې دغه ګاډی ددوي خبر داری ته پآم نه دی کړی .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement