پوسټ کوډ 28908
نیټه خپرول: يکشنبه 13 سلواغه 138716:38
- 0 څرګندونه
- چاپ
په کينيا کې اور تر ١٠٠ ډېر کسان وژلي دي

دغه پېښه داسې مهال وشوه، چې سلګونه کسان د وړيا تېلو تر لاسه کولو په موخه په مولو ښار کې د تېلو زېرمې ته په نوبت ولاړ وو .
رپوټونه وايي چې په دې پېښه کې لسګونه نور کينيايان هم ټپيان شوي او سوځېدلي دي .
لا تر اوسه د تېلو د اور اخيستو لامل نه دی روښانه شوی، خو ځينې رپوټونه وايي چې د يوه لګول شوي سيګرېټ له امله تېلو اور واخيست، خو ځينې کسان وايي چې دا کار قصدآ شوی دی .
د پېښې په ځای کې يوې ښځې ويلي چې وروسته له هغه چې په سيمه کې د وړيا تېلو د وېشلو چيغې شوې، دوه تنکي زامن يې په منډه ورغلل، خو دم ګړۍ هم ترېنه تری تم دی .
په سيمه کې د پوليسو يوه افسر حسن نور حسن ويلي چې د پېښې پرځای يې د 91 کسانو مړي موندلي او 30 نور يې د مړيو د پېژندلو مرکز ته لېږدولي دي .