پوسټ کوډ ۲۸۸۸۴
نیټه خپرول: جمعه ۱۱ سلواغه ۱۳۸۷ ۱۷:۵۸

په افغانستان کي د ناټو عمومي قو

آلمان دخبررسولو آژانسdpa ليکي چي په افغانستان کي دناټو ستر امریکايي قوماندان Bantz Craddock په افغانستان کي دناټو ځواکونو ته امر کړی دی چي دوی کولای سي د نشه يي موادوسوداګر ووژني، حتي که کومه داسي بیلګه هم په لاس کي نه وي چي دوی دتند لارو اسلامي ډلو سره څه اړیکي لري. خو دSpiegel Online په انټرنيټي پاڼه کي لیکل شوي و چي د ناټو دو نورو جنرالانو د جنرال Craddock دغه امر يو غيري قانوني کار بللی و.



اوس ددې خبر د خپريدلو له امله په ناټوکې يوه لانجه رامنځ ته شوې او دناټو لوی منشيJaap de Hoop Scheffer د پنجشنبې په ورځ يوه څارونکې ډله ټاکلې تر څو وڅاري چي څنګه د امریکايي جنرال Bantz Craddock دغه صادر شوی پټ فرمان مطبوعاتو ته څرنګه راوتلی.



دناټو په يوه خپره شوې اعلاميه کي دي هوپ سخيفر وايي چي په افغانستان کي دناټوځواکونو ستر قوماندان Craddock هيڅکله کوم غير قانوني فرمان ندی صادر کړی او مطبوعاتو ته دپټو اسنادو راايستل دمنلو وړ يو عمل نشي بلل کیدای ځکه چي زموږ ملي امنيت او زموږ د عسکرو د امنيت ساتل په دې پوري اړه لري چي موږ ټول بايد د امنيتي مقرراتو پوره رعايت وکړو او د پټو او محرمو اسنادو ساتنه بايد وسي.



د جرمني په پارلمان کي، په اپوزيسيون پوري تړليو غړیو د کراد دوک ددغه دستور په هکله د څرګندونو غوښتنه کړيده. د آلمان آژانسونه او ورځپاڼي هم په دې اړه تبصرې کوي. دوی ليکي چي د نړۍ په سلو کي 90 اوپيومو څخه لاسته راتلونکې ګټه د افغانستان ستره امنيتي ستونزه جوړوي. خو په دې کي بيا هيڅ شک نشته چي د ناټو د اعلي قوماندان دستور ناسم دی. که ناټو پرته له دې چې د ا

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement