پوسټ کوډ ۲۵۷۲۶۳
نیټه خپرول: شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰ ۰۹:۵۹

امریکايي قاضي: بایډن دې د افغانستان د کنګلو پیسو په اړه پرېکړه وکړي

د امریکا یوې محکمې د ولسمشر جو بایډن ادارې ته دوه اوونۍ نور مهلت ورکړی چې د افغانستان د کنګل شوېو بانکي شتمنیو په اړه پرېکړه وکړي.

د راپورونو له مخې د نیویارک د منهاټن د محکمې قاضي سارا نیتبورن ته د فبروري تر ۱۱مې پورې وخت ورکړی، څو د دې شتمنیو په برخه کې خپلې سپارښتنې ور وسپاري.

تمه وه چې حکومت د افغانستان د دې شتمنۍ په اړه خپلې سپارښتنې پرون (د سلواغې په اتمه نېټه) سپارلې وای.

دا مالي شتمني د زمري په ۲۴مه نېټه پر افغانستان له واکمنېدو سره سم د نیویارک په فدرال بانک کې کنګل شوې.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې مېرمن نیتبورن د دې پیسو اندازه ۷ میلیارډه ډالره ښودلې ځکه د نوموړې په وینا پر متحدو ایالاتونو د ۲۰۰۱م زیږدیز کال د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې د پېښې د یو شمېر قربانیانو کورنیو د تاوان غوښتنه کړې،

په داسې حال کې چې د دې شتمنۍ اصلي ارزښت ۹،۵ میلیارد ډالر اټکل شوی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement