پوسټ کوډ ۲۵۷۲۱۵
نیټه خپرول: پنج شنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۰ ۱۵:۵۰

د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشره لوبډله نن سریلانکا سره مخ کیږي

د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کم عمره لوبډله نن په نړیوال جام کې له سریلانکا سره مخ کېږي.

د دوی لوبه د کوارټر فاینل یا یو څلورم وروستي دور له سیالیو ده چې ګټونکی یې نیمه پایلوبې ته وځي.

لوبه د کربین په انټیګوا کې ده چې د کابل په وخت نن ماښام په پنځه نیمو پیلېږي.

افغان لوبډلې تردې دمه د نولس کلنو نړیوال جام کې د ګروپي دور دوه سیال ټیمونه 'پي.اېن.جي پاپوا نیو ګينې' او زیمبابوې مات کړي، خو پر پاکستان یې بایللې.

هاخوا نن د پاکستان د کرکټ غوره لیګ پیلېږي.

ګڼ مشهوره افغان لوبغاړي لکه راشد خان، محمد نبي او رحمن الله ګربز دې لیګ کې ګډون کوي.

راشد خان پرون لیکلي چې د ملي ټیم لوبې یې پوره کړې او اوس د 'پي.اېس .اېل' یا پاکستان سوپر لیګ نوبت دی.

دی د لاهور له ټیم سره دی، خو اولنۍ لوبه کې د محمد نبي دوی ټیم کراچۍ کېنګز د ملتان سلطان سره لوبېږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement