پوسټ کوډ ۲۵۷۲۱۱
نیټه خپرول: پنج شنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۰ ۱۵:۴۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي: افغانستان له یوه ډېر بحراني حالت سره مخ دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي، افغانستان له یوه ډېر بحراني حالت سره مخامخ دی او له هېوادونو غواړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دې هېواد کې د بشري فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د پیسو ټولو اړینو لېږد رالېږد ته اجازه ورکړي.

دغه څرګندونې تېره شپه غونډې ته چې په اړه جوړه شوې وه، وکړې او زیاته یې کړه چې افغانان اوس مرستو ته اړتیا لري.

دی وايي: "د اخلاقي مسؤلیت په توګه او د سیمه ییز، نړیوال امنیت او سوکالۍ لپاره موږ نه شو کولی دوی 'افغانان' پرېږدو. دوی سولې ته اړتیا لري، دوی هیلې ته اړتیا لري، دوی مرستې ته اړتیا لري."

د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه راز د هر ډول قوانینو یا شرطونو چې په افغانستان کې له سختې لوږې سره د مخامخ میلیونونو کسانو د ژوند ژغورنې، د زده کړې او ټولنیزو خدمتونو لپاره د مرستې عملیات محدودوي، پر ځنډولو یا تعلیق ټینګار وکړ.

هغه وویل، افغانستان کې ټول خدمات د سقوط په درشل کې دي او د نغدو پیسو نشتوالي اړو کسانو ته د مرستو رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو او مرستندویه ډلو وړتیاوې محدودې کړي دي.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو له لګول شوېو بندیزونو څخه د بشرپالنې مرستې استثنا کړې.

خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې تر اوسه په امریکا کې د افغانستان شااوخوا نهه نیم میلیار ډالره شتمنې کنګل ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لیندا توماس ګرینفیلډ د امنیت شورا غونډې ته وویل، واشنګټن هڅه کوي، دا ډاډ ترلاسه کړي چې د امریکا بندیزونه د بشري فعالیتونو مخه ونه نیسي او پر مختلفو لارو غور کوي چې د نغدو پیسو د کمښت ستونزې کمې کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement