پوسټ کوډ ۲۵۷۱۹۰
نیټه خپرول:
پنج شنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۰
۱۰:۴۹
- 0 څرګندونه
- چاپ
جېمز وېب فضايي ټیلسکوپ د لمر په مدار کې خپل وروستي منزل ته ورسېد

جېمز وېب فضايي ټیلسکوپ چې یوه میاشت وړاندې فضا ته استول شوی و، له ځمکې کابو یو میلیون او ۶ لکه کیلومتره لېرې د لمر په مدار کې خپل وروستي منزل ته ورسېد.
د څېړونکو په وینا، د خپل کوچني انجن په مرسته په وروستیو پنځو دقیقو کې په هغه ځای کې دېره شو چې د لمر په مدار کې د حرکت لپاره د جاذبې لازم تعادل لري.
دا ټیلسکوپ د امریکا په کې د دې ماموریت د کنټرول د مرکز د انجینرانو له لوري هدایت کېږي.
دوی وايي، دې مرکز ته یو شمېر راډیويي پیغامونه رسېدلي چې له هغو څخه څرګندېږي چې ټیلسکوپ د لاکرانج ۲ په نوم ځای ته نژدې موقعیت غوره کړی دی.