پوسټ کوډ ۲۵۷۱۸۴
نیټه خپرول:
پنج شنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۰
۱۰:۱۰
- 0 څرګندونه
- چاپ
د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوګ متحده عربي اماراتو ته ځي

ټاکل شوې ده چې د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوګ راتلونکې اوونۍ متحده عربي اماراتو ته په دوه ورځني سفر لاړ شي.
دا سفر چې تاریخي بلل شوی، د دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو له عادي کېدو وروسته کېږي.
د ولسمشر هرتزوګ دفتر په یوه بیان کې ویلي چې متحده عربي اماراتو ته _هرتزوګ سفر به د دوو هېوادونو ترمنځ یو نوی تاریخي باب پرانېزي.
په پام کې ده چې اسراییل ولسمشر د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د کتنو ترڅنګ په دوبۍ کې یو نندارتون هم وګوري.
د اسراییل او ترمنځ کابو ۱۶ میاشتې پخوا اړیکې ټینګې شوې.