پوسټ کوډ ۲۵۷۱۸۳
نیټه خپرول:
پنج شنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۰
۱۰:۰۶
- 0 څرګندونه
- چاپ
جرمني په دې غور کوي چې پر'ټیلګرام' اپلېکېشن بندیز ولګوي

د جرمني حکومت په دې غور کوي چې د ټیلګرام پر پیغام رسوونکي اپلېکېشن بندیز ولګوي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، له ټیلګرام څخه په ځلونو د کرونا ضد واکسین په اړه د دسیسې د تیورۍ د خپروونکي چاینل او ان د وژلو د ګواښونو په توګه کار اخیستل شوی دی.
د فرانس پرېس پر اساس، ټیلګرام اپلېکېشن د کووېډ- ۱۹ د مخنیوي لپاره د حکومت له پالیسۍ سره په مخالفت کې د یو شمېر تاوتریخجنو اعتراضونو په ترتیبولو کې هم مهم رول لرلی دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر وړاندیز کړی، که د غیر قانوني چلندونو د پای ته رسولو په هلو ځلو کې همکاري ونه کړي، حکومت به دا اپلېکېشن بشپړ کړي.