پوسټ کوډ ۲۵۷۱۷۷
نیټه خپرول: پنج شنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۰ ۰۹:۴۵

هند کې ځینې کسان پاریدلي وو چې د رېلګاډي ډبو ته یې اور ورته کړ

د هند په ختیځ کې یو شمېر پارېدلیو خلکو پرون چهارشنبې(د سلواغې ۶مه) په کاري فرصتونو کې د عدالت د نه رعایتېدو په اعتراض کې د رېلګاډي ډبو ته اور ورته کړ.

پولیسو له ډنډو او اوښکې بهیوونکي ګاز څخه په کار اخیستو اعتراض کوونکي تیت پرک کړل.

د روانې اوونۍ له پیله په بیهار ایالت کې د دې ادعا په خاطر چې د رېل په دولتي برخه کې د کارموندنې ازموینه عادلانه نه ده اخیستل شوې، له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه کېږي.

په کې له ډېرو کلونو راهیسې بې روزګاري یوه لویه ستونزه ده او د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، تر ۱۰ میلیونه ډېرو کسانو په وروستۍ ازموینه کې چې د ۳۵ زره دندو لپاره واخېستل شوه، ګډون کړی وو.

 

 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement