پوسټ کوډ ۲۵۷۱۵۵
نیټه خپرول:
چهارشنبه ۶ سلواغه ۱۴۰۰
۱۵:۱۳
- 0 څرګندونه
- چاپ
فایزر او بایو ان ټیک د یوه نوي واکسین کلینیکي ارزونه پيل کړې

امریکایي شرکت فایزر او جرمني شرکت بایو ان ټیک د یوه نوي واکسین کلینیکي ارزونه پيل کړې چې د کرونا د نوې بڼې اومېکرون پرضد جوړ شوی دی.
دوی ویلي چې امریکا کې یې څه باندې ۱۴۰۰ کسانو ته دا ورکړی چې اوس یې دوی د بدن د خوندیتوب کچه او نور اغیز څيړي.
دغو شرکتونو د روانې میلادي میاشتې په سر کې اعلان وکړ چې ضد واکسین تولید یې پيل کړی دی.
دغو شرکتونو له دې وړاندې ویلي چې د کرونا لپاره اصلي جوړ شوی واکسین یې د اومېکرون پر وړاندې په بشپړ ډول د خلکو ساتنه نه شي کولای.