پوسټ کوډ ۲۵۷۱۴۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۶ سلواغه ۱۴۰۰ ۱۳:۴۳

د افغانستان بانک: نغدې بشري مرستې د افغانیو پر ارزښت اغېز لري

د افغانستان مرکزي بانک وايي، له افغانستان سره نغدې بشري مرستې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت په لوړولو کې نېغ په نېغه اغېز لري.

د دې بانک ویاند صابر مومند نن چهارشنبه (د سلواغې ۶مه) ته وویل چې د بشري مرستو له پیله تراوسه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی دی.

د صرافانو د ټولنې مرستیال حاجي دادګل هم دا مساله تائیدوي او وايي، له اړمنو سره شوې نغدې مرستې کله چې په بازار کې تبادله کېږي، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت په لوړولو مستقیم تاثیر کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د یکشنبې په ورځ ۳۲ میلیونه ډالره د افغانستان نړیوال بانک (AIB) حساب ته انتقال شول.

دا له افغانستان سره د بشري مرستو د لړۍ پنځمه دوره ده چې د لړم یا عقرب میاشتې له وروستۍ اوونۍ وروسته هره اوونۍ افغانستان ته انتقالېږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement