پوسټ کوډ ۲۵۷۱۳۶
نیټه خپرول: چهارشنبه ۶ سلواغه ۱۴۰۰ ۱۳:۰۹

د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره د کرکټ لوبډله سریلانکا سره مخ کېږي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ له نولس کلونو کم عمره لوبډله په نړیوال جام کې سبا د کوارټر فاینل لوبه وکړي.

د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبډلې ښه چمتوالی نیولی دی:"د افغانستان له نولس کلنو څخه کم عمره لوبډله سبا د نړیوال جام د سیالیو په کوارټر فاینل کې له سریلانکا سره لوبه کوي. افغان نولس کلنه لوبډله د دغو سیالیو لپاره پوره چمتوالی لري او که خدای کول پایله به یې هم د افغانستان لپاره مثبته وي."

د یو ورځنیو لوبو دا نړیوال جام په وېسټ انډیز کې د جنوري په څوارلسمه پیل شو چې د فبروري تر پنځمې دوام کوي.

بل لور ته پرون د افغانستان د کرکټ ملي ټیم هالنډ ته په درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه او د لوبو دا لړۍ یې درې د صفر پر وړاندې وګټله. دا لوبې د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوې.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement