پوسټ کوډ ۲۵۷۰۷۳
نیټه خپرول: سه شنبه ۵ سلواغه ۱۴۰۰ ۱۲:۳۲

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم وروستۍ لوبه له هالنډ سره کوي

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن سې شنبه(د سلواغې ۵مه) د نړیوالو سیالیو په ترڅ کې وروستۍ لوبه له هالنډ سره کوي.

لوبه د افغانستان په وخت د سهارپه نهه نیمې د قطر د پلازمېنې دوحې په لوبغالي کې پیلېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک، د لوبو دغه لړۍ چې ټیمونه مستقیماً د کرکټ نړیوال جام لوبو ته لاره مومي، مهمه بولي:"تراوسه افغانستان د نړیوال جام سیالیو په جدول کې شپږم مقام ته پورته شوی او په ټوله کې افغانستان تراوسه پنځه لوبې ترسره کړي دي چې تر دې وروسته به نورې لوبې هم ولري."

ښاغلي هوتک هیله وښوده چې نننۍ لوبه به هم ښه نتیجه ولري.

افغانستان له دې مخکې په نړیوالو سوپرلیګ سیالیو کې د هالنډ له ټیم سره دوه لوبې ترسره کړې وې چې لومړۍ یې د ۳۶ منډو او دوهمه یې د ۴۸ منډو په توپیر له دې ټیم څخه ګټلې وې.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement