پوسټ کوډ ۲۵۶۹۵۳
نیټه خپرول: يکشنبه ۳ سلواغه ۱۴۰۰ ۱۲:۳۷

د کندهار سوداګرۍ خونه: د تېر کال پرتله د انځرو صادرات دوه برابره شوي

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې ۲۳۴۶۶ ټنه انځر له هېواده بهر صادر شوي دي.

د دې خونې عامل رئیس عبدالباقي نن یکشنبې( د سلواغې په ۳مه) ته وویل، د سږکال په تېرو ۹ میاشتو کې د وچو انځرو صادرات د تېر کال د ورته وخت پرتله دوه برابر ډېر شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلومات پر بنسټ د تېر کال په ۹ میاشتو کې ۱۰۷۱۹ ټنه انځر صادر شوي وو.

ښاغلي عبدالباقي وویل، له انارو او انګورو وروسته انځر د کندهار درېیمه مېوه ده چې تر ډېره د پاکستان له لارې هند ته صادریږي.

کندهار، هرات، هلمند، فاریاب او بلخ هغه ولایتونه دي چې د انځرو حاصلات په کې ډېر دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement