پوسټ کوډ ۲۵۶۹۲۹
نیټه خپرول: يکشنبه ۳ سلواغه ۱۴۰۰ ۰۹:۲۹

په هرات کې چاودنه؛ ۵ ملکیان یې وژلي او ۱۰ نور ټپیان دي

په هرات ښار کې یوې چاودنې ۵ تنه ملکیان وژلي او ۱۰ نور یې ژوبل کړي دي.

په هرات کې د طالبانو د استخباراتو یوه مسؤل ثابت هروي ته وویل چې چاودنه پرون ماښام پر یوه فلنکوچ ډوله مسافر وړونکي موټر د مقناطیسي ماین له کبله شوې ده.

د هرات د حوزوي روغتون مسؤلانو بیا د چاودنې له کبله د وژل شویو شمېر ۷ او د ټپيانو ۹ تنه یاد کړي دي.

د روغتون یوې سرچینې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله خپل نوم واخلي ازادۍ راډیو ته وویل، وژل شویو کې ۴ ښځې او ۳ نرینه او ټپيان هم ۵ ښځې او ۴ نرینه دي.

تراوسه د قربانیانو د هویت په اړه چارواکو څه نه دي ویلي، خو راپورونو کې راغلي چې چاودنه 'محله حاجي عباس' سیمه کې شوې چې تر ډېره شعیه مذهبه په کې مېشت دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement