پوسټ کوډ ۲۵۶۹۰۲
نیټه خپرول:
شنبه ۲ سلواغه ۱۴۰۰
۱۳:۳۷
- 0 څرګندونه
- چاپ
د سالنګ لویه لار، درنو واورو او توپانونو بنده کړې

د سالنګ لویه لار، درنو واورو او سخت توپان له تېرې شپې راهیسې بنده کړې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ریاست ویاند سمیع الله ولي زاده نن شنبه (د سلواغې ۳مه) سهار ازادي راډیو ته وویل چې خلکو ته د سر او مال د زیان اوښتو په پار دا لار د وړو او غټو موټر پر مخ تړل شوې ده.
ولي زاده زیاته کړه، د هوا د وړاندوینو له مخې به د ورځې په اوږدو کې په سالنګونو کې وضعیت همداسې وي او تر هغو چې هوا ښه نه شي لار به بنده وي.