پوسټ کوډ ۲۵۶۷۹۶
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ ۱۵:۴۱

بدخشان کې واورو ښوئیدنې ۳ کسان وژلي

په بدخشان ولایت کې برفکوچ درې کسان وژلي دي.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون شپه د راغستان ولسوالۍ په خمبیل او پطیر سیمو کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په پېښه کې پنځه نور کسان هم ټپیان شوي دي.

ښاغلی احمدي وايي چې د سیمې د اوسېدونکو او د امنیتي ځواکونو د هڅو په نتیجه کې یو شمېر کسان چې تر واورو لاندې ټپیان شوي وو، هم ژغورل شوي او د ولسوالۍ کلینیک ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement