پوسټ کوډ ۲۵۶۷۹۴
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ ۱۵:۲۲

کونړ کې د ۲ وسله والو په ډزو کې ۴ طالبان او یو ملکي وګړی وژل شوی

په کونړ کې د دوو وسله والو کسانو په ډزو کې څلور طالبان او یو ملکي وګړی وژل شوی او ۹ تنه نور ټپیان شوي چې طالبان او عام وګړي په کې دي.

دا پیښه نن "چهارشنبه" په نرنګ ولسوالۍ کې شوې ده او د اسعداباد روغتون ازادي راډیو ته تایید کړې چې دوی ته همدومره مړي او ټپیان ور وړل شوي دي.

په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حنیف ازادي راډیو ته وویل، بریدګرو "په دې نیت" په یوه موټر ډزې کړي چې ګواکې د هغوی شخصي دښمنان په کې ناست دي.

د ده په خبره، موټر کې ۱۳ کسان ناست و چې او ولسي وګړي وو.

حنیف وايي، یو بریدګر یې په ټپی حالت کې نیولی او د بل د نیولو هڅې روانې دي.

د سیمې خلکو هم ازادۍ راډيو ته ویلي چې پیښه د شخصي دښمنۍ له کبله شوې، خو خپلواکو سرچینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement