پوسټ کوډ ۲۵۶۷۱۴
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۸ مرغومی ۱۴۰۰ ۱۳:۳۲

افغان سوداګر: ۵ میاشتو کې ۵۸ زره او ۹۳۲ جلده قره قل پوستکي صادر شوي

د افغانستان د قره قل پوستکي اداره وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې یې ۵۸ زره و ۹۳۲ جلده قره قل پوستکي له هېواده بهر صادر کړي دي.

د افغانستان د قره قل پوستکي ادارې مدیر محمد عارف نن سې شنبه (د مرغومي ۲۸مه) ته وویل، یاده اندازه د قره قل پوستکي د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د ایران له لارې فنلنډ ته صادر شوي دي.

ښاغلی عارف وايي چې په افغانستان کې د مالي کال له پیل راهیسې دوی یو لک و څلور زره جلده د قره قل پوستکي روسیي او د منځنی اسیا هېوادونو ته صادر کړي دي.

د نوموړي په خبره د قره قل اداره هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې نورو هېوادونو ته هم قره قل پوستکي صادر کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement