- 0 څرګندونه
- چاپ
فاریاب کې اعتراضونه؛ طالبانو میمنه کې پوځي تمرینونه ترسره کړل

په فاریاب کې د تېرې اوونۍ له اعتراضونو وروسته د طالبانو ځواکونو د دې ولایت په مرکز میمنه کې پوځي تمرینونه ترسره کړل.
د طالبانو د دفاع وزارت یو چارواکی لطف الله حکیمي وایي، په سلګونو سرتیري یې د فاریاب په څنګلورو ولایتونو کې ځای پرځای شوي چې پر وضعیت کنټرول ولري.
په میمنه کې د تیرې پنجشنبې په ورځ اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې د معترضانو په خبره د طالبانو د پوځي کمېسیون پخوانی رییس او ازبک ټبره قوماندان مخدوم عالم توقیف شوی دی.
د روح الله په نوم د میمنې ښار یو هټیوال وایي، اوس وضعیت بیرته عادي شوی دی: "نن ارامي ده. څوک پر چا کار نه لري. پر چا ظلم نه کېږي. ستونزه دا ده چې کار نشته او خلک وزګار دي."
په فاریاب کې د تېرې اوونۍ په اعتراضونو پسې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د افغانستان په هېڅ یوه ځای کې به اعتراضونو ته اجازه ورنه کړي.
ویل کېږي چې په فاریاب کې په اعتراضونو کې دوه تنه وژل شوي خو دغه خبر د خپلواکو سرچینو له خوا نه دی تایید شوی.